بغلان کې محتسبینو دولتي کارکوونکو ته د خپل سیرت او صورت جوړولو سپارښتنې وکړې

org_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۱ - ۹:۵۰
mopvpe

پنچشنبه، ذالقعده ۹، ۱۴۴۳

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالي محتسبینو د دې ولسوالۍ له دولتي کارکوونکو سره په لیدنه کې له هغوی وغوښتل چې خپل سیرت او صورت د نبي اکرمﷺ د ارشاداتو سره سم جوړ کړي.

دې محتسبینو د یادې ولسوالي د شاروالۍ، احصایې او مختلفو برخو دولتي کارکوونکو سره ناسته وکړه او هغوی ته یې د امربالمعروف وزارت لایحې او فرمانونه بیان او هم یې د سیرت او صورت جوړولو په مورد د یاد وزارت پاليسۍ څخه خبر کړل.

همداراز د دې ولسوالۍ ټولو اړوند دولتي کارکونکو محتسبینو ته د یادو فرمانونو د پلي کولو ډاډ ورکړ او هم یې زیاته کړه چې د ټولنې په اصلاح او روزنه کې به هیڅ دریغ ونه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

BACK TO NEWS