امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې
د همغږۍ په موخه ناستې:
محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو ، ځایي اوسېدونکو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت سمون، اسلامي نظام سره د همکارۍ او په کارونو کې د همغږۍ په موخه نیږدې درې زره ناستې وکړې.
د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:
محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۱۴) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۵۱) د کورني تاوتریخوالي، (۱۰) د میراث، (۹) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۱۳) د ولور، (۱۵) د نفقې ورکړې، (۹) مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینې برابرولو او (۷) د طلاق قضیې حل شوې دي.
د قومي دښمنیو حل:
محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۱۲) لویې دښمنۍ او (۵۸) وړې شخړې حل کړې دي.
د کوډګرو نیول:
دغه راز د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه په غزني، سرپل، پروان، کابل، دایکندی، بلخ او تخار ولایتونو کې (۲۳) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دې.
له سوداګرو سره ناستې:
محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېر او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۲۸۷) اصلاحي ناستې کړې او نیږدې لس ټنه تاریخ توکي له منځه وړل شوي دې.
