امربالمعروف وزارت کارکوونکو ته د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس او د شکایتونو د برسۍ د بورډ درې غړي ور وپېژندل شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۲ - ۹:۵۲
mopve

یکشنبه، ذالقعده ۱۲، ۱۴۴۳

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت کارکوونکو ته د دې وزارت د دفتر د عمومي رئیس مولوي محمد اسحاق حکیم له لوري مولوي نور الرحمن عابد د معلوماتي ټکنالوژۍ د رئیس او مفتي عبدالحمید حماد، مولوي سید ذاکرالله او مولوي سراج الدین سجاد د شکایتونو د برسۍ د بورډ د غړو په توګه رسماً ور وپېژندل شول.

په دې غونډه کې د وزارت د دفتر عمومي رئیس مولوي محمد اسحاق حکیم، د بېلابېلو ادارو رئیسانو او د وزارت ګڼو کارکوونکو ګډون درلود.

غونډې ته د دفتر عمومي رئیس مولوي محمد اسحاق حکیم وویل: چوکۍ زموږ له پاره یو غټ امتحان دی او موږ باید پرې غرور ونه کړو او په خبره یې د چوکۍ له ترلاسه کولو مو باید موخه د ولس او هیواد خدمت وي.

مولوي اسحاق وویل: موږ باید خپل مسؤلیت را سپارل شوی مسؤلیت په ښه ډول ادا کړو او له کارکوونکو سره د ورورولۍ او محبت په چوکاټ کې کار وکړو.

نوموړي نویو ګومارل شویو کسانو ته په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه او ویې ویل: "نوي ګومارل شوي کسان باید خپله وړتیا وښیي او پوره انرژۍ سره کار وکړي."

غونډې ته د معلوماتي ټکنالوژۍ نوي رئیس نور الرحمن عابد وویل: بشپړه هڅه به کوو چې د دې هیواد او خلکو له پاره خدمت وکړو او د وزارت مسؤلیونو ته یې ډاډ ورکړ چې ور سپارل شوی مسؤلیت به پوره ایماندارۍ سره ترسره کوي.

مولوي نور الرحمن عابد د حاجي محمد اکرم زوی د لوګر ولایت د بره کي برک ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې په تېره شل کلنه جهادي دوره کې یې د ا.ا.ا. په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړي دي.

هغه د شهید مولوي حبیب الرحمن د ډلګۍ د مرستیال، د بره کي برک ولسوالۍ د نظامي کمېسیون د غړي، د یادې ولسوالۍ د ښوونې او روزنې د مدیر، د لوګر ولایت د دعوت ارشاد د مسؤل او همدارنګه د دې ولایت د امربالمعروف د رئیس په توګه دندې ترسره کړې دي.

دغه راز غونډې ته د شکایتونو د برسۍ د بورډ غړي مفتي عبدالحمید حماد وویل: زموږ ولس او ملت په تېرو شلو کلنو کې ډېر ځورېدلی دی او موږ بشپړه هڅه کوو چې د هغو کسانو مخه ونیسو چې زموږ ولس په یو او بل نوم ځوروي.

نوموړي وویل: موږ د خپل ولس د خدمت له پاره د خپل وس مطابق هڅه کوو او ډاډ یې څرګند کړ چې د ولس ستونزو ته به پوره پام او پر وخت رسېدنه کوي.

هغه مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې خپله دنده به پوره ایماندارۍ ترسره کوي او هیچاته به اجازه ور نکړي چې ولس بې ځایه وځوروي.

مفتي عبدالحمید حماد د غزني ولایت اوسېدونکی دی او په فقه کې یې د تخصص تر کچې زده کړې کړي دي، هغه د ا.ا. په بېلابېلو برخو کې رسمي او غیر رسمي دندې ترسره کړي دي؛ چې د ا.ا. د مشرتابه له لوري یې د بېلابېلو لویو اختصاصي موضوعاتو د غړي، د جنوب لویدیځ زون د نظامي مرافعه محکمې د محرر او اداري ، د فتوحاتو په لومړیو کې د ا.ا. د مشرتابه له لوري د کندهار له پاره د تعین شوي هئیت د غړي، د دایکندي ولایت د نظامي مرافعه محکمې د محرر، د مؤسساتو د کمېسیون د اداري، د کندهار ولایت د ریګیستان او شورابک ولسوالۍ د محکمې د مفتي او کندهار ولایت کې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست د اجرایه مدیر په حیث دندې ترسره کړې دي.

همدارنګه مولوي سید ذاکرالله هم ژمنه وکړه چې ورسپار شول مسؤلیت به په پوره صداقت سره ترسره کوي، هغه د سید شکرالله زوی د سرپل ولایت اوسېدونکی دی او د ا.ا

په بېلابېلو برخو کې یې دندې ترسره کړي دي.

دغه راز مولوي سراج الدین سجاد هم د مسؤلینو له باور مننه وکړه چې په ده یې دومره باور کړی او د دې مسؤلیت له پاره یې وړ بللی دی او ډاډ یې څرګند کړ چې خپله دنده به په صداقت ترسره کوي، نوموړی د بدرالدین زوی د نورستان ولایت اوسېدونکی دی او د ا.ا. په بېلابېلو برخو کې یې دندې ترسره کړې دي.

غونډه په پای کې د دعوت ارشاد د رئیس مولوي عبدالحکیم په دعایې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۴:۳
Background image

میدان وردګ ولایت کې محتسبینو د قتل پر سر راپورته شوې دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وکړه

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف رئیس شیخ شریف الدین نقره کار د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د ترافیکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

هلمند کې ناروغ کس ته د ودېدونکې ځوانې مېرمنې د ناخوښه نکاح مخه ونیول شوه

د هلمند ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال د هغې مېرمنې د غیر شرعي نکاح مخه ونیوله، چې څه موده وړاندې یې خاوند وفات شوی و او د خسرګنۍ غړو یې غوښتل، چې د مېرمنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۹:۵۱
Background image

روزګان کې محتسبینو د دوو اجباري نکاحو مخه نیولې

د روزګان ولایت محتسبین وایي، په یاد ولایت کې د هغې پېښې مخه نیولې چې له امله یې دوه سپين ږیرو پلرونو غوښتل خپلې ځوانې لوڼې د هغوی له خوښې پرته یوبل ته په نکاح ورکړي.

هغوی زیاتوي چې دغه. . .

BACK TO NEWS