په لغمان او فاریاب ولایتونو کې درې مېرمنې د هغوی له خوښې پرته له نکاح ورکولو څخه وژغورل شوې

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د فاریاب او لغمان ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا درې مېرمنې له اجباري نکاح څخه وژغورلې.
یادې مېرمنې، چې د ناوړه دودونو او زیاتو پیسو په بدل کې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ورکول کېدلې، وروسته له هغه یې مخه ونیول شوه، چې نوموړې مېرمنې د یادو ولایتونو اړوند د امربالمعروف ریاستونو ته د قضیو د حل په موخه عارضې شوې.
بل خوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د مېرمنو له شرعي حقونو دفاع او ورکړې په برخه کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي چې له دې سره به په ټولنه کې د زیاتو ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د مېرمنو د حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګڼي او ډاډ څرګندوي، چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي، څو د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي