نورستان کې محتسبینو اوږد مهاله دښمني پر دوستۍ بدله کړه

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۰:۴۲
nwrstan_-_hl_akhtlafat-_pshtw.jpg

 د نورستان ولایت نورګرام ولسوالۍ محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې، د ځینو امارتي ادارو، دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د حقوقي مسائلو پر سر راپورته شوې اوږد مهاله دښمني  پر دوستۍ بدله کړه.

دا اوږد مهاله دښمني، چې د یادو کورنیو تر منځ د دوامداره شخړو لامل شوې وه، د یاد ولایت د نورګرام ولسوالۍ محتسبینو د ځینو امارتي ادارو او د سیمې د قومي مخورو په منځګړیتوب حل او پر دوستۍ بدله کړه.

دغه راز، ناستې ته  د دې ولسوالۍ محتسبینو، دیني عالمانو او قومي مخورو د اسلام په مبارک دین کې د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلام مبارک دین موږ ته له ټولو قومي او ژبني تعصباتو لرې د ورورولۍ په فضا کې د ژوند کولو امر کړی دی.

 بل خوا د پېښې ښکېلو اړخونو په خبرو کې پر دې جوړ جاړي خوښي وښوده او په دې ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت تېره اونۍ د هېواد په کچه د (۴)  دښمنیو او (۲۷)  بېلا بېلو لویو او وړو شخړو مخه نیولې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۰:۴۲
Background image

نورستان کې محتسبینو اوږد مهاله دښمني پر دوستۍ بدله کړه

 د نورستان ولایت نورګرام ولسوالۍ محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې، د ځینو امارتي ادارو، دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د حقوقي مسائلو پر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۰
Background image

میدان وردګ ولایت کې محتسبینو یوه مېرمن له شپږ میاشتني کورني تاوتریخوالي څخه وژغورله

د میدان وردګ ولایت اړوند د جلرېز ولسوالۍ محتسبینو د سیمې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب یوه مظلومه مېرمن له شپږ میاشتني کورني تاوتریخوالي څخه وژغوله.

د محتسبینو په وینا:. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۴:۵۳
Background image

کاپيسا کې یوې اوږدمهالې دښمنۍ ته د پای ټکی کیښودل شو

د کاپیسا ولایت د محتسبینو په هڅو او د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ د قتل په سر راپورته شوې دښمني په دوستۍ بدله شوه.

محتسبین وایي چې یاده دښمني هغه وخت. . .

BACK TO NEWS