محتسبینو په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې اته مېرمنې د شرعي نکاح له حقوقو څخه برخمنې کړې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۴۸
mhtsbyn_dr_pktyka_w_pktya_hqwq_znan_ra_tamyn_krdnd

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیا او پکتیکا ولایتونو محتسبینو په مرکز او ولسوالیو کې اته مېرمنې، چې د کورنیو ستونزو او ناوړه دودونو  پر اساس د نکاح له شرعي حقوقو څخه بې برخې وې او د کورنیو غړو یې د شرعي نکاح کولو اجازه نه ورکوله د محتسبینو په هڅو برخمنې شوې.

 د امر بالمعروف مسؤلین وایي: یادې مېرمنې، چې له اوږدې مودې راهیسې د کورنیو غړو له خپل ځان سره ساتلې وې او د شرعي نکاح حق یې ور څخه اخیستی و د محتسبینو په هڅو له اوږد مهاله محرومیت څخه خلاصې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

مسؤلین زیاتوي: د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي، چې په وینا یې: «هیڅ چاته به اجازه ور نه کړو، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسو چې د مېرمنو حقوق ګواښي».

بل خوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د مېرمنو له شرعي حقونو دفاع او ورکړې په برخه کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي، چې له دې سره به په ټولنه کې د زیاتو ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۸:۵۳
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۵۶) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۸۹) د کورني تاوتریخوالي، (۲۰). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۸:۴۹
Background image

غزني کې یوې مېرمنې  د محتسبینو په هڅو د میراث شرعي حق تر لاسه کړ

د غزني ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې په ګیلان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۱:۹
Background image

محتسبینو په لوګر او فاریاب ولایتونو کې اووه مېرمنو ته میراث حق وسپاره

  د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د لوګر او فاریاب ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د. . .

BACK TO NEWS