محتسبینو په بغلان او بلخ ولایتونو کې څلور کوډګر نیولي دي

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۳۸
kwdkr

د بلخ او بغلان ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال څلور هغه کوډګر، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولي دي.

 ولایتي مسؤولین یې په تړاو وایي: څلور تنه هغه کوډګر یې د کوډو او جادو له وسایلو سره یو ځای نیولي، چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له ځایي خلکو څخه پیسې اخیستلې او ناروا کړنې یې تر سره کولې، چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

محتسبین  ډاډ څرکندوي، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته غیر شرعي پېشو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د کودګرو پر کړنو له بندیز ووروسته تر دې مهاله زرګونه کوډګر نیول شوي او د شرعي پرېکړو له لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۳۸
Background image

محتسبینو په بغلان او بلخ ولایتونو کې څلور کوډګر نیولي دي

د بلخ او بغلان ولایتونو محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال څلور هغه کوډګر، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۴:۱۸
Background image

سرپل کې محتسبینو یوه مېرمن له جبري نکاح څخه وژغورله

محتسبینو په سرپل کې د خپلو کړنو پر دوام یوه مېرمن، چې کورنۍ یې غوښتل د ناوړه دودونو او بې معنی غیرت له امله یې د هغې له خوښې پرته یوه سپین ږیري کس په نکاح ور کړي وژغورله او د دې غیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۰:۱۹
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې شپږ شخړې حل کړې

 محتسبینو په بغلان، نورستان، فراه او زابل ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شپږ شخړې، چې د ګڼو ټولنیزو ستونزو سبب. . .

BACK TO NEWS