لوګر کې یوې مېرمنې  د محتسبینو په هڅو له۱۴ کلونو وروسته د میراث شرعي حق تر لاسه کړ

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۲۴
dr_lwgr_yk_zn_myrath_ash_ra_bdst_awrd.jpeg

د لوګر ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د زاهدآباد سیمه کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې هغې مېرمنې ته د میراث شرعي حق وسپاره، چې له ۱۴ کلونو راهیسې یې له وروڼو څخه د میراث اخیستلو قضیه نا حل پاتې وه.

 مسؤلین وایي: یاده مېرمن چې له ۱۴ کلونو راهیسې یې له خپلو وروڼو او خپلوانو څخه د میراث غوښتنه کوله او له ډېرو هڅو وروسته هم د خپل شرعي حق په اخیستلو نه وه توانېدلې، د محتسبینو په هڅو یې خپل شرعي حق تر لاسه کړ.

مسؤلین زیاتوي،چې په پوره توان به د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته رسېدنه کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار واخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۸
Background image

د امر بالمعروف وزارت رهبري د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مرستیال او یو شمېر سیاحتي شرکتونو مسؤولینو سره وکتل

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي په خپل کاري دفتر کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مالي، اداري او ګرځندوی مرستیال مولوي قدرت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۲:۲۸
Background image

بادغیس ولایت کې هغه کس ونیول شو چې د نبوت دعوی یې کړې وه

د بادغیس ولایت د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤولینو د قادس ولسوالۍ اړوند سیمه کې هغه کس، چې د نبوت دعوه یې کوله، نیولی دی.

د مسؤولینو په وینا، یاد کس ادعا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۹:۸
Background image

د هېواد په اتو ولایتونو کې (۳۸) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په خوست، پکتیکا، پکتیا، جوزجان، فاریاب، نیمروز، سرپل او غزني ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه. . .

BACK TO NEWS