لوګر کې محتسبینو (۱۶) کلنه دښمني چې د قتل لامل شوې وه پر دوستۍ بدله کړه

د لوګر ولایت د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د ټولنیز عدالت د تأمین، قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او یووالي په موخه په دې ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ (۱۶) کلنه دښمني حل او پر دوستۍ بدله کړه.
په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: یاده دښمني چې شاوخوا ۱۶ کاله وړاندې د دوو کورنیو ترمنځ د یو شمېر ستونزو له امله رامنځته شوې وه، چې د یوه کس د قتل ترڅنګ دواړه کورنیو خپلې واده کړې لوڼې په دغه موده کې په خپلو کورنو کېنولې وې، چې د محتسبینو له لوري دا دښمني حل او مېرمنې له خپلو کورنیو سره بېرته یو ځای شوې.
دغه راز د یاد ولایت محتسبین زیاتوي، چې په تېرو دوو اونیو کې د دې ولایت محتسبینو د مرکز په ګډون په ځینو ولسوالیو کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۱) قضیې حل کړي دي او مېرمنو ته خپل شرعي حقوق سپارل شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د هېواد په کچه لس ګونه قومي او ژبني دښمنۍ حل کړې او سل ګونه مېرمنو ته یې خپل شرعي حقوق سپارلي دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.