غزني کې یوه نجلۍ له ۷ کلنې نادرکۍ وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوه

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۴۰
yk_dkhtr_ps_az_hft_sal_ba_khanwadh_ash_ykja_shd.jpg

د غزني ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو کړنو پر مهال د مرکز اړوند درېیمې حوزې په ساحه کې یوه نجلۍ، چې د خسرګنۍ له لوري د کورني تاوتریخوالي او ناعادلانه چلند له امله له سختو ستونزو سره مخ وه او له خپل کور څخه شړل شوې وه له اووه کلونو وروسته پیدا او بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه.

د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: یاده نجلي چې د خپل پلار له لوري په کم عمر کې واده شوې وه او د خسر په کور کې له زیاتو جنجالونو او تاوتریخوالي وروسته له کوره شړل شوې وه، چې د یاد ولایت د محتسبینو په هڅو پیدا او بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه.

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین زیاتوي، چې په پوره توان د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو تأمین او ورکړې ته ژمن دې او  هېڅ چاته به اجازه ور نکړي، چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار واخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۲۲
Background image

محتسبینو د هېواد په نهو ولاتونو کې (۲۲) دښمنۍ او شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند په فراه، بغلان، دایکندي، غور، نورستان، بلخ، تخار، سرپل او ننګرهار ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS