شیخ محمد خالد (الحنفي):

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۵:۳۹

له رامنځته شوي زرین فرصت باید استفاده او د اوسني اسلامي  نظام حمایت وشي

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) بدخشان  ولایت ته د خپل سفر پر مهال په یوه ستره ولسي غونډه کې چې د یاد ولایت والي، امنيه قومندان، د استخباراتو رئیس، ولایتي مسئولینو، علماوو،قومي  مخورو او عامو مجاهدینو شتون درلود د ګډون پر مهال وویل: له دغه رامنځته شوي زرین فرصت باید استفاده وشي، د انګریزانو له ماتې راوروسته بیا تر اوسه داسې فرصت افغانانو ته په لاس نه دی ورغلی نو باید هڅه وکړو دا فرصت له لاس ورنه کړو او هغه ځوانان چې عصري زده کړې لري، هغوی استخدام شوي او حتما به استخدامیږي، تر څو د هیواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.

نوموړي و ویل: راځئ په ګډه  سره د هغه ارمان لپاره کار وکړو چې کوم څه لپاره مو قرباني ورکړې، د ټولنې جوړښت او سمون ته متوجه شو، د معروفاتو اقامه او دمنکراتو ازاله ترسره کړو.

شیخ محمد خالد الحنفي په علماو غږ وکړ او و یې ویل د علماوو مسؤلیت د ممبر او محراب له لارې په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او دمنکراتو ازاله ده  او پيغمبري وراثت مو همدا ايجابوي، اوس هغه وخت نه دی چې د حق په ویلو تهدیدیږئ بلکې اوس به تقدیریږئ، د حق رسولو لپاره خپلې هڅې مه سپموئ.

هغه همدا راز پر محتسبینو غږ وکړ؛ ستاسو کړنې نړي څاري نو په همدې اساس پخپلو نېکو کړنو ولس او نړۍ  ته د اسلامي نظام ریښتونی تصویر وړاندې کړئ او د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړئ چې د اسلامي نظام او امربالمعروف وزارت له پالیسۍ سره په ټکر کې وي.

سرپرست وزیر په پای کې د سیمې پر خلکو غږ وکړ چې خپلې مشورې او رغنیز  انتقادونه مو له مونږ سره شریک کړئ چې په وینا یې( معاويه رضی الله عنه عایشې رضی الله عنها ته خط لیږي چې نصیحت راته وکړه) مونږ خو حتماً د نصیحت ضرورت لرو او که چیرې مو داسې احساس کړه چې د کوم مسئول له لوري ستاسو حق تلفي کیږي کولی شئ چې د شکایتونو اورېدلو برخې  ته مراجعه وکړئ، ستاسو د حق تلفي اعاده به ضرور کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اوریدلو وزارت د یوناما د راپور په اړه د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت تبصرې

پر رسنیو د محدودیتونو په اړه:

رسنۍ او په هغې کې د بیان آزادي په تعین شوي چوکاټ کې یو اساسي اصل ده؛ په حقیقت کې د ټولنې  وګړو ته د مثبت ذهنیت ورکولو مرکز ګڼلای شو تر څو په انفرادي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۹:۸
Background image

د امربالعروف وزارت نظامي معین شیخ سعید احمد شهید خیل لغمان ولایت ته سفر وکړ

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت نظامي معین شیخ سعید احمد شهید خېل د یو ګډ پلاوي په ملتیا لغمان ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دې ولایت له والي، امنیه قومندان. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۱۶:۱۹
Background image

شیخ محمد خالد الحنفي د ترکيې هېواد د (مسک میډیا) رسنۍ له مسؤول سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د ترکیې هېواد  د (مسک میډیا) رسنۍ له استازي اویس چلبي عراقي او مل پلاوي سره په خپل کاري. . .

BACK TO NEWS