د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر، په قطر هېواد کې د ا.ا.ا سفیر سره وکتل

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۴:۲۱

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب په خپل کاري دفتر کې په قطر هېواد کې د ا.ا.ا سفیر سهیل شاهین سره وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب ښاغلي شاهین او مل پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ د یاد وزارت د لاسته راوړنو او په ټولنیز بدلون کې د یاد وزارت ونډې او ارزښت په اړه خبرې وکړې.

شیخ الحنفي صاحب د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د کړنو،، لاسته راوړنو او په ټولنیز بدلون کې د یاد وزارت مثبت ارزښت او په دې برخه کې د ترلاسه شویو پرمختګونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي شیخ صاحب څرګنده کړه چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت موخه یوازې د اسلامي شریعت پلي کول ترڅنګ د ټولنیز بدلون او ثبات راوستل دي، هغه همداراز د ښاغلي شاهین صاحب څخه وغوښتل ترڅو د نړیوالو ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې د وزارت د فعالیتونو په اړه رښتیني معلومات خپاره کړي او د منفي تبلیغاتو مخه ونیسي.

 بلخوا سهیل شاهین د بهرنیو رسنیو له‌خوا د افغانستان په اړه خپرېدونکو تبلیغاتو ته په اشارې سره وویل، هغه څه چې د رسنیو له لوري نړیوالو ته وړاندې کېږي د حقیقت خلاف دي او مغرضې بهرنۍ استخباراتي کړۍ هڅه کوي ترڅو په ټوله کې د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د دې وزارت غلط انځور تر نړیوالو ورسوي.

ښاغلي شاهین همداراز ډاډ ورکړ چې هڅه کوي ترڅو د خپل موقف او اړیکو څخه په ګټه اخیستنې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو وزارت ریښتینی انځور تر نړیوالو ته ورسوي.

هیره دې نه وي چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو د کاري چارو لاښه ترسراوي او مثبتو پايلو په اړه له یو بل سره د نظرونو تبادله او مشورې شریکې کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۳۸
Background image

غزني کې د محتسبینو په هڅو یوې مېرمنې د خپلې خوښې نکاح شرعي حق یې تر لاسه کړ

د غزني ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او  شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر  مهال د مېرمنو حقونو ته په ژمتیا هغه مېرمن، چې خاوند یې وفات  شوی و او د خسرګنۍ له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۲۴
Background image

لوګر کې یوې مېرمنې  د محتسبینو په هڅو له۱۴ کلونو وروسته د میراث شرعي حق تر لاسه کړ

د لوګر ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د زاهدآباد سیمه کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۴۵
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د. . .

BACK TO NEWS