زابل کې د محتسبینو په هڅو یوه مېرمن له شپږ کلن کورني ظلم څخه وژغورل شوه

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۹:۴۹
tamyn_hqwq_znan_dr_zabl.jpeg

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو  په ارغنداب ولسوالۍ کې د خپلو کړنو پر مهال یوه مېرمن، چې له تېرو شپږ کلنو راهیسې د خسرګنۍ له لوري له ناوړه چلند او کورني تاوتریخوالي سره مخ وه وژغورله او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.

مسؤلین وایي: یاده مېرمن، چې د خپلې خسرګنۍ له لوري له اوږدې راهیسې له رواني او فزیکي ظلم سره مخ وه، د محتسبینو په هڅو وژغورل شوه.

دغه راز محتسبینو د نوموړې مېرمنې له خاوند او د خسرګنۍ له غړو وغوښتل، چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي او د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډک چلند له کولو څخه لاس واخلي.

د یادولو وړ ده، چې د دې ولایت محتسبینو تر دې وړاندې هم د مېرمنو د حقونو اړوند سلګونه قضیې حل کړې دي او په دې تړاو یې له ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۹:۴۹
Background image

زابل کې د محتسبینو په هڅو یوه مېرمن له شپږ کلن کورني ظلم څخه وژغورل شوه

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو  په ارغنداب ولسوالۍ کې د خپلو کړنو پر مهال یوه مېرمن، چې له تېرو شپږ کلنو راهیسې د خسرګنۍ له لوري له ناوړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۹:۴۳
Background image

پکتیکا کې د محتسبینو په هڅو (۴۵)کلنه دښمني حل شوه

 د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو  د دې ولایت په نعمت اباد ولسوالۍ کې  د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۰:۱۸
Background image

زابل کې د محتسبینو په هڅو یو ځوان له پنځه کلنې نادرکۍ وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو

د زابل ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر  ریاست محتسبینو په هڅو یو ځوان تر پنځه کلنې نادرکۍ وروسته پیدا او بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

په تړاو یې د یاد ولایت د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS