زابل ولایت کې محتسبینو د دیني عالمانو په منځګړیتوب دوه شخړې حل کړې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۰:۵۳
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتوو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې،  دیني عالمانو او قومي مخورو مشرانو په منځګړیتوب په مرکز قلات او نوبهار ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د ټولنیزو ستونزو پر سر راپورته شوې شخړې حل کړې.

دا شخړې چې د یادو کورنیو تر منځ د دوامداره ستونزو او ګڼو مشکلاتو لامل شوې وې د محتسبینو په هڅو او د سمیې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوې.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه د لسګونه لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۵
Background image

لوګر کې دوو مېرمنو د محتسبینو په هڅو د میراث له شرعي حق تر لاسه کړ

د لوګر ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې هغو مېرمنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۰:۵۸
Background image

غزني کې یوه مېرمن د محتسبینو په هڅو له جبري نکاح څخه وژغورل شوه

د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو په ناوې ولسوالۍ کې د خپلو کړنو پر مهال هغه مېرمن له ناخوښه نکاح څخه وژغورلې چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د خاوندله وفات وروسته یې د هغې له خوښې پرته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۰:۵۳
Background image

زابل ولایت کې محتسبینو د دیني عالمانو په منځګړیتوب دوه شخړې حل کړې

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتوو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې،  دیني عالمانو او قومي مخورو مشرانو په منځګړیتوب په مرکز قلات او. . .

BACK TO NEWS