د امر بالمعروف، نهې عن‌ المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې جوزجان ته ولاړ

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۵:۱۳

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د‌ هېواد شمالي ولایتونو ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې جوزجان ته ولاړ او هلته یې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د لا ښه پلي کېدو، عامه پوهاوي او د خلکو د ستونزو د اورېدو په موخه د دغه ولایت د ملکي او نظامي مسؤولینو، علماء کرامو، خطیب صاحبانو، قومې مخورو او ګذر وکیلانو سره دیوې سترې غونډي په ترځ کې وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌ المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته وویل: چې دیني عالمان شرعي مکلفیت لري ، ترڅو د منبر او محراب له لارې په ټولنه کې د معروفاتو دودولو او د منکراتو مخنیوي لپاره کار وکړي، او زیاته یې کړه د اسلامي نظام ساتنه او ملاتړ هم لکه جهاد فرض دی او د ټولو مسؤولینو، علماوو او هېوادوالو مکلفيت دی، چې د دغه نظام د ټینګښت او پایښت لپاره کار وکړي.

ښاغلي الحنفي وویل: حجاب د الله تعالی حکم دی او پلي کول یې زموږ شرعي دنده ده او زیاته یې کړه، چې د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون، له شرعي احکامو او حنفي فقهې را اخیستل شوی او په بشپړه توګه به پلي کېږي.

هغه له ټولو علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو څخه وغوښتل ترڅو د منکراتو مخنیوي او معروفاتو اقامه کې برخه واخلي او نظام  د ټینګښت او پایښت لپاره کار وکړي.

ورته مهال د جوزجان ولایت ځایي اوسېدونکي، قومي مشران او امارتي مسؤولین وايي; که په ټولنه کې امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر نه وي فساد وده کوي او په خلکو کې د ګناه جرأت پیدا کېږي.

نوموړي همدارنګه د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر کول خپله دنده بولي او ډاډ ورکوي چې یاده چاره کې به د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ریاست او محتسبینو سره بشپړه همکاري او همغږي کوي.

هېره دې نه وي چې ښاغلي الحنفي صاحب د یوې جلا ليدنې په ترڅ کې د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو محتسبینو سره ولیدل او هغوی ته یې د چارو ښه مخته وړلو او همغږۍ رامنځته کولو په موخه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل ترڅو خپلو چارو ته ځانګړی پام وکړي او په ټولنه کې د رغبت او صمیمیت لامل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۹:۳۸
Background image

کندز کې محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

 د کندز ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د دې ولایت له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، اسلامي ارزښتونو د ساتنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

غزني کې (۱۴) مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني ولایت محتسبینو په آب بند، جاغوري، ګيلان، واغظ او اندړو ولسوالیو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۸:۵۶
Background image

پلازمېنه کابل کې محتسبینو د روغتیایي برخې له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناستې وکړې

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو په روغتیایي برخه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د د ې برخې له مسؤلینو سره د. . .

BACK TO NEWS