د امربالمعروف وزارت له لوري د تېلو پمپونو اتحادیې له غړو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۶:۷
bnr_4.jpg

 

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د پلازمېنې کابل ښار  د تېلو پمپونو اتحادیې له مسؤلینو سره په پمپونو کې د مساجدو جوړولو، په وړ قېمت د تېلو پلورلو او په دې برخه کې د وزارت له لوري د شویو سپارښتنو د پلي کولو او یاده برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه د دې وزارت د غونډو په تالار کې ناسته تر سره کړه.

 

 د ناستې ګډون والو ته د امربالمعروف وزارت نظامي مرستیال شیخ سعید احمد شهیدخېل د ښه راغلاست تر څنګ وویل، رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته له هجرت وروسته په هغه ځای کې د مسجد بنسټ کېښود تر څو خلک د الله جل جلاله عبادت وکړي او ورځنۍ کړنې له الهي قوانینو سره سمې تر سره کړي، نو په همدې اساس مو له تاسې غوښتنه ده چې د پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د تېلو په پمپونو کې مسجدونه جوړ شي.

شیخ صاحب شهید خېل د دې اتحادیې غړو ته په خبرو کې وویل: د تېلو پمپونو مسؤلین باید د تېلو په لوړه بیه له خرڅولو، د تېلو لېتر کې له کم والي او په دې برخه کې له انحصارولو څخه ډډه وکړي تر څو په سوداګریزه برخه کې الهي قوانین تطبیق او د شته منکراتو مخه ونیول شي.

دغه راز د ناستې په پای کې د تېلو پمپونو اتحادیې غړو د امربالمعروف وزارت له لوري شوې سپارښتنې پلي کول خپل الهي او هېوادنی مسؤلیت یاد کړ او د داسې ناستو جوړول یې د اسلامي نظام او سوداګرو ترمنځ د همغږۍ غوره لار وبلله او زیاته یې کړه چې د وزارت له لوري شوې سپارښتنې به په پوره توګه پلې کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۳۱
Background image

محتسبین: ډاکټران باید ناروغانو سره نرم، مسلکي چلند ولري او ښځينه ډاکټرانې حجاب مراعات کړ

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د زابل، کندهار، هلمند، غزني، پکتیا او خوست ولایتونو محتسبینو د خپلو اصلاحي کړنو په دوام په یادو ولایتونو کې د ځینو روغتنونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۹:۴۱
Background image

لوګر کې محتسبینو (۱۶) کلنه دښمني چې د قتل لامل شوې وه پر دوستۍ بدله کړه

د لوګر ولایت د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د ټولنیز عدالت د تأمین، قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او یووالي په موخه په دې ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۹:۲۳
Background image

د امر بالمعروف وزارت د نظامي معینیت له لوري د ځینو نظامي ادارو له مسؤلینو سره اصلاحي ناستې تر سره شوې

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت اړوند د ازاله منکراتو ریاست او د علمي بورډ غړو په ګډه همکارۍ په پلازمېنه کابل کې د یو شمېر نظامي ارګانونو له. . .

BACK TO NEWS