دریاستونوددندې

دندې او صلاحیتونه

  • لوړو مقاماتو ته د دقیقو او شفافو راپورونوورکولو په منظور د مخکي له مخکي ټاکل شویو لارښوونو له تطبیق څخه څارنه او مدیریت.
  • د څارنې او ارزونې د ترتیب له مخې د اړتیا په صورت کې د ریاست له همغږۍ او همکارۍ سربیره د پراختیایي پلانونو منځته راوړل او په اړوند برخو کې د ریاست دپلان له مخې د چارو څارنه او ارزونه.
  • په ولایتونو کې د سیمییزو او مرکزي ادارو له فعالیتونو، پلانونو او د برنامو د پلي کولو څخه لیدنه او په اړونده کاري چارو کې اصلاحات او اجرآت.
  • د وزارت د ځانګړو یا خاصو معیارونو په اساس د وزارت او ادارو په مختلفو برخو کې  پرمختیایي پروژو کې د پالیسۍ، پلانونو او برنامو د پي کیدو څخه مدیریت او څارنه او او هم د شفافیت په موخه د اړوند ادارو سره همغږي.
  • د ادارې د پالیسۍ او قوانینو په اساس د تخنیکي یا پروژه یې مشخصاتو او پرمختیایي پروژو د پلي کیدو په هکله کنترول ا اطمنان حاصلول د پروژې د کار د کیفیت ساتلو په موخه.
  • په مرګز او ولایتونو کې د وزارت او اړوند ادارو د صحیح ارقامو او معلوماتو په تعقیب د سروي د پوښتنپاڼې یا کړنلارې ترتیب او د سروي د معلوماتو په راټولونه کې د اطمنان حاصلول.
  • د وزارت د پلانونو او موخو په اساس د لاسته راغلو نتېجو پرتله او د ارزونې څرنګوالی او د موخو په اړه د ګټورو اقداماتو ترسره کول.
  • د وزارتونو له مرکزي او ولایتي کلنیو څلور میاشتنیو او میاشتنیو راپورونو د ترتیب، تنظیم او تحلیل په اړه اطمنان تر لاسه کول.
  • د ارزونې له برخې څخه د ګمارل شوي پلاوي لخوا د مشکلاتو د حل په خاطر د پلان مطابق د راپورونو ټول شموله ارزونه تحلیل او مطالعه.

  • د دعوت او ارشاد ریاست دندې او موخې

    د دغه ریاست موخې؛ له اسلامي احکامو او فرمانونو د دولتي کارکونکو ته اورول او

    اسلامی احکامو باندې د دولتي کارکونکو پوهول او هغوی ته فرمانونه اورول

    د دعوت او ارشاد ریاست لنډمهالي او اوږد مهالي پلانونه او موخې لرې، چې به لنډ مهال کې د دولتي کارکونکو د ذهنونو روښانول او د هغوی د صورت او سیرت برابرو لله اسلامي شریعت سره، او په اوږد مهال کې دا چاره د هیواد ټولو اوسېدنکو ته پراخول.

    د ارشاد او دعوت ریاست هیلمن دی، چې په راتلونکې کې په  دولتي چوکاټ کې سته  نمګړتیا له منځه یوسي، د خلکو صورت او سیرت له اسلامي شریعت سره برابر شي او ټول دولتي کارکونکې په اسلامي احکامو باندې پوه وي، تر څو د دنیا او اخرت نیکمرغي یې په برخه شي.

    جوړښتي بڼه

    دعوت او ارشاد ریاست

    اجرایه مدیریت

    مدرس

    امام

    مؤذن

     کمپیوټر کار

    موټر چلونکی


د نظارت او ارزیابي ریاست موخې او دندې

د ارزیابي او نظارت ریاست د رامنځته کېدلو موخې عبارت دي له؛ د مرکزي او ولایتي پلانونو او د امربالمعروف، نهی عن المنک او شکایتونو اوریدلو وزارت له لوري  مخکې له مخکې ټاکل شویو موخو او ستراتیژیو په اساس د وزارت د انکشافي پروژو له تطبیق څخه څارنه، ارزیابي او مدیریت.

اوږدمهالې موخې؛ د وزارت عمومي موخو ته د رسېدو په موخه د اړتیا په وخت د موثرو طرحو په رامنځته کولو سره د پروژو او پلانونو له پلي کیدلو او د غوښتونکو موثرو پایلو له ترلاسه کولو څخه د ډاډ ترلاسه کول.

لنډمهالې موخې؛ د وزارت د پلانونو او پروژو د پلي کیدو له څرنګوالي څخه څار او د هغوی ارزیابي کول.

د نظارت او ارزیابي ریاست عمومی تشکیل ۱۳ تنه دی چې له رئیس، د نظارت او ارزیابي امر، مرکزي او ولایتي کارپوه، د راپورنو د یوځای کولو مدیر، د ډیټابیس مدیر، ډریور او خدماتي کارکوونکي څخه عبارت دي.

د نظارت او ارزیابي ریاست پایلې د یاد وزارت د پروژو، برنامواو پلانونو د پلي کیدلو موثریت  څرګندول دي .

 


په نظامي برخه کې د ازاله منکراتو او دعوت ریاست دندې او موخې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په تشکیل کې د دې ریاست د رامنځ ته کولو هدف په نظامي لیکو کې د اصلاحاتو راوستل، د معروفاتو قائمول او د منکراتو له منځه وړل دي.

یاد ریاست اوږد مهاله او لنډ مهاله موخې لري، چې اوږد مهاله موخې یې نظامي لیکې د اسلامي شریعت سره سمې عیارول او په هغوی کې د منکراتو له منځه وړل دي او دا راز لنډ مهاله موخې یې ټولو امنیتي ځواکونو ته د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت فرمانونه او حکمونه رسول دي.

دغه ریاست کې ۳۰ تنه کارمندان دنده اجرا کوي چې عبارت دي له ، رئیس، امرین، مبلغ ښوونکي، مدیران، او خدماتي کارکونکو څخه.

ددې ریاست د موخو د ترسره کیدو څخه متوقعه پایلې په لاندې ډول دي؛

۱ـ د داسي امنیتي ځواکونو لرل چې د الهي حکمونو تابع وي.

۲ـ د ټولو امنیتي ځواکونو صورت او سیرت په اسلامي شریعت برابرول.

۳ـ امنیتي ځواکونه باید خپلې دندې په اخلاص، ریښتینولۍ او وفادارۍ سره ادا کړي.