خوست کې د محتسبینو په هڅو اوږد مهاله دښمني پر دوستۍ بدله شوه

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د خوست ولایت محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې، د سیمې د قومي مخورو په هڅو د دوو کورنیو تر منځ د حقوقي مسائلو پر سر راپورته شوې دښمني پر دوستۍ بدله کړه.
په دې پار جوړه شوې ولسي ناسته کې محتسبینو د دې جوړې او د اسلام په مبارک دین کې د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې.
دغه راز ناستې ته دیني عالمانو، قومي مخورو او د پېښې ښکېلو اړخونو په خبرو کې پر دې جوړ جاړي خوښي وښوده او په دې ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې.
د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د روان کال په جوزا میاشت کې د هېواد په کچه د (۷۱) بېلا بېلو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې ده.