د افغانستان اسلامي امارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اوریدلو وزارت د یوناما د راپور په اړه د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت تبصرې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۰:۱۲

پر رسنیو د محدودیتونو په اړه:

رسنۍ او په هغې کې د بیان آزادي په تعین شوي چوکاټ کې یو اساسي اصل ده؛ په حقیقت کې د ټولنې  وګړو ته د مثبت ذهنیت ورکولو مرکز ګڼلای شو تر څو په انفرادي او ټولنیزو برخو کې اصلاحات راولي؛ فلهذا کله چې ټولنیزې رسنۍ د دې وجودي فلسفې په خلاف واقع کیږي طبعي ده چې د مسیر د انحراف مخه به نیول کیږي؛ د اسلام په مبارک دین کې حق ویل د قطعي نص څخه ثابت دي په دې شرط چې د خبرو عفت، ټولنیز آداب او انساني کرامت پکې محفوظ وي د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ټولې کړنې او هم ټولنیزو رسنیو کې د اسلام د اساساتو پر مبنی دي فلهذا د راپور په ذکر شویو مواردو کې اړینې لارښوونې د اسلام د احکامو پر بنسټ دي. خلاصه دا چې لا محدوده آزادي په هیڅ موجودو سیاسي نظامونو کې نه ترسترګو کیږي.

د محرم (نارینه سرپرست) په اړه:

ستاسو د راپور د ذکر شویو مواردو په هکله ویلی شو چې بې حجابې په هغو مکاني مقاطعو کې چې یاد شوی په ښکاره توګه د اسلامي احکامو له منصوصاتو سره په تضاد کې دي په داسې حالاتو کې یوازې مکاني فاصله د اعتبار وړ نده کوم چې تاسو پرې استناد کړی او د اسلامي امارت اصل مقصود د زنانه وو د عفت مصؤنیت ده او بس.

د حجاب په اړه:

حجاب یوه الهي فریضه ده  رعایتول او د هغه لپاره اجرایي ضمانت د عملي حکمت او حالاتو ته په کتو سره مراعات کیږي او د مسلمانانو امتیازي نښه یې بللی شو همدارنګه په مؤقته توګه تر څارنې لاندې زنانه د اړونده ادارې له لورې ستاسو په خپل تائید ګدایي ګرې وي او په راتلونکې کې د متناسب کار پیدا کولو، حرفي زده کړو او د مرستې واقعي مستحقو اشخاصو د تثبیت او مرستې په موخه ثبت نام شوې وې تر څو له نوموړې حالت څخه را ووځي.

د پارکونو، جیمونو او عامه حمامونو په اړه:

پارکونه، جیمونه او خاصتا عامه حمامونه د اسلامي شرایطو سره متناسب نه دې ترتیب شوي او د ښځینوو  مصؤنیت پکې نشته او همدارنګه په نوموړو مکاني مقاطعو کې د سترګو انحراف چې د فاسدو او منفي اخلاقو په پاره ولو کې اغیزمن دي، شتون لري او ښکاره ده چې داسې حالات په اړونده برخه کې د اسلام د اساساتو او اوسني حاکم نظام د سیاست سره په تناقض کې دي.

د ښځو په مشرۍ دکارو بارونو لپاره د خنډونو په اړه:

د اسلامي اصولو سره سم هر کله چې کاري محیط مصؤن او هیڅ ډول ستونزه موجوده نه وي د ښځو لپاره د کار په کولو کې څه حرج نشته او ستاسو د لیکلي شويو مواردو په اړه چې په شفاهي امرونو استناد شوی یو غیر مسلکي استناد ده او د یو باوري بنسټ په توګه د منلو وړ نه ده؛ همدارنګه یادې ستونزې او بیرته حل لارې یې د اړوندې ادارې له خوا ښودل شوي فلهذا مشکلات او معلولونه څرګند شوي چې دا په خپل ذات کې ستاسو د قضاوت تر ټولو لویه ستونزه څرګنده وي.

د امیندوارۍ د مخنیوي درملو ته د لاس رسي په اړه:

د افغانستان اسلامي امارت اړوند څانګې ټولو وګړو (نارینه او ښځینه وو) ته ټول هغه صحي چارې او خدمتونه چې د اسلامي احکامو سره په ټکر کې نه وي په بشپړ ډول ژمن دی او ستاسو د ضد او نقیص مستندونو له مخې په ډاګه بیا هم ویلای شو چې ادعا او مصداق مو په ټکر کې دي.

د افرادو ترمنځ په خپل منځي اړیکو د محدودیتونو په اړه:

دا چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مأموریت، ستراتيژي او اساسي اهداف د اسلامي اصولو پر بنسټ ایښودل شوي او هغه موارد چې یادونه یې شوې په ښکاره د اسلامي احکامو او د یاد وزارت د پالیسیو خلاف دي او منعه کول یې الهي فریضه او د محتسبینو مکلفیت دی.

د نارینه وو د ظاهر د مقرراتو په اړه:

اسلامي ارزښتونه د کفر او اسلام د پلویانو د تمایز لپاره او هم د افغاني فرهنګ سره سم د نارینه وو ظاهر باید په هغه بڼه وي کوم چې د ویښتانو اصلاح کوونکو ته شوي همدارنګه هر هیواد ځانګړی فرهنګ لري کوم چې وګړي یې په اعمال کولو ملزم دي.

د مذهبي اعمالو د مقرراتو په اړه:

په جماعت سره لمونځ کول د مسلمانانو د اتحاد او د یو بل د احوالو څخه د خبراوي مهم امر ګڼل کیږي، همدارنګه ټولې هغه کړنې چې په مسلمانانو کې د تفرقې باعث کیږي هم منع دي او په قطعي نص سره مسلمانان په اتفاق باندې ملزم دي او د ټولو سیاسي نظامونو او سیستمونو د تقنیني سندونو اساسي موخه د اتباعو د اختلافاتو مخنیوي او د سیاسي اتحاد حفظ کول دي؛ په خلاصه ډول ویلای شو چې د اسلامي شرعي نظام او سیاست هر امر له حکمتونو څخه خالي نه دي مسلمانان یې په عملي کولو مکلف دي او حاکم نظام یې باید د اجرايي ضمانت لپاره هره ډول کړنې ترسره کړي.

د منکراتو مخنیوی: موسیقي او قیلون په اړه

لکه څرنګه چې د وزارت له تسمې څخه ثابته ده یو له اساسي اهدافو او مقاصدو څخه یې د منکراتو له منځه وړل دي او په اسلامي قاموس کې ټول منکرات د خطر سرې کرښې دي چې په هغو کې واقع کیدل انفرادي، اجتماعي، اقتصادي زیانونو سره سره انساني کرامت ته لوی زیان رسوي او د ابدي ژوند (آخرت) له مهلکاتو څخه ګڼل کیږي؛ په دې بنسټ د منکراتو مخنیوی د یاد وزارت رسالت، دنده او عملي کول یې لازمي دي.

د انسانانو او حیواناتو د انځورونو په نندارو  د بندیز په اړه:

د ضروري مواردو څخه پرته ټول هغه انځورونه چې د خلکو او خاصتا د ماشومانو په ذهنیت منفي اغیزه پرې باسي وجود یې له هر اړخیزه تاوانونو بې غیر کوم مثبت نتایج نه لري، په اسلام کې ټول بې معنی کړنې ځای نه لري او ممنوع دي؛ همدارنګه په اسلام کې ټول شخصیتونه په خاصه توګه ښځې ځانګړی ځای لري فلهذا د هغو له تصاویرو څخه د تجارتي اشتهارونو لپاره استفاده د انساني کرامت تر ټولو لوی توهین دی.

د غیر اسلامي جشنونو پر لمانځلو د بندیز په اړه:

د اسلام مبارک دین یو اکمل او اتمم دین دی د ژوند په ټولو اړخونو کې خپلو پیروانو ته اړینې لارښوونې او اصول لري د عیدینو(دوه اخترونو) څخه پرته نورې ورځې په اسلام کې ځای نه لري او دا د آزادۍ له حیطې څخه سرغړونه ګڼل کیږي نو ویلای شو چې د هغو مواردو لمانځل چې تاسو یې یادونه کړې ممنوع دي نو په همدې اساس ایجابي موارد یې هم منع دي او دا یو قبول شوی حقوقي اصل دی.

د اسلامي امارت د عالي قدر امیرالمؤمنین حفظه الله و رعاه د فرمانونو، احکامو او لارښوونو د پلي کولو  د طریقې په اړه:

د افغانستان د اسلامي امارت د اصولي سندونو بنسټ د امیرالمؤمنین حفظه الله فرمانونه تشکیلوي چې منشاء یې اسلامي مصادر دي او دا په ټولو مروجو نظامونو کې منل شوی اصل ده چې فرامین او اړوند تقنیني سندونه په ټولنه کې د اصلاحاتو د راستولو په موخه وضع کیږي چې باید د اجرايي ضمانت لرونکي وي  او هر ځانګړی تشکیل یې په خپله ساحه کې د خبرولو او بیا پلي کیدو څخه وظیفوي مسؤلیت لري او  زمونږ کړنې په همدې بنسټ لا له پخوا معمول د عمل وې.

په برحاله ادارو کې د شکایتونو اورېدلو په میکانیزم کې د معیارونو د رعایتولو په اړه:

په دې برخه کې د تدقیقې مطالعې او څیړنې څخه ښکاره کیږي چې عنوان له معنون سره په وروستۍ برخه کې توپیر لري؛ په هر ترتیب د افغانستان په تیر شویو نظامونو کې دا لمړنی نظام ده چې د اسلامي امارت له منسوبینو څخه د شکایت اورېدلو  لپاره یوه مرجع خاص کړل شوې او د شکایتونو اورېدلو میکانیزم له اړوندو تقنیني سندونو څخه په خورا ښه توګه څرګندیږي؛ د ښځینه شکایت کوونکو شکایت هم اورېدل کیږي او شکایت یې د حل تر مرحلې په سیستماتیک ډول تعقیبږي.

برحاله د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزرا ت د پراخیدونکې نقش په اړه:

که حقیقت ته ځیر شو څرګندیږي چې کړنې قانوني او غیر قانوني دي او دا مسلم حقیقت د نړی په سطحه څرګند ده په همدې بنیاد د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت هم د اسلامي امارت په چوکاټ کې له هغه اهمې ادارې څخه ده چې د اتباعو د ژوند په ټولو اړخونو کې د ګټې راوستلو او تاوانونو له منځه وړلو ژمنتیا کوي او اصولي سندونه یې لکه پخوا چې اشاره وشوه اسلامي او شرعي مصادر او منهجونه دي نو طبعي ده چې نقش یې د حالاتو او شرایطو په اقتضاء پراخیدونکی ده.

پر بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د اغیزې په اړه:

کوم نړیوال تړونونه چې د حق شرط څخه پرته منل شوي د تیرو نظامونو سره منعقد شوي د موادو پلي کول یې د هماغه نظام سره تړاو لري؛ د حق شرط نه وضع کول په خپله د یو هیواد دیني او ملي ارزښتنو ته سپکاوی ده او په اسلامي نظامونو کې داسې اسناد دپلي کیدو وړ نه دي.

د اسلام مبارک دین چې اسلامي امارت یې د احکامو په تعمیل ځان مکلف کړی په ډاډ سره ویلای شو چې د اسلامي بشري حقونو د احقاق لپاره په جدي توګه ژمن دی.

یادونه: په ټوله کې ویلای شو چې هر هغه څه چې د شریعت خلاف وي اسلامي امارت ته د منلو وړ ندي؛

د امیرالمؤمنین د ویناوو څخه (یو قدم هم د شریعت خلاف مخکې در سره نه ځم).

والسلام

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۴۰
Background image

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو سرپرست وزیر د یو رسمي سفر په ترڅ کې میدان وردګ ته ولاړ

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د یو رسمي سفر په ترڅ کې میدان وردګ ولایت ته ولاړ او هلته یې د امیر المؤمنین حفظه الله د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۶:۱۲
Background image

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر د افغانستان نهه شمالي ولایتونو ته سفر وکړ

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د هېواد شمالي ولایتونو ته د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د لا ښه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۶:۷
Background image

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو سرپرست وزیر د ولایتي سفرونو په دوام سرپل ته ولاړ

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د‌ هېواد شمالي ولایتونو ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې سرپل ولایت ته ولاړ او هلته یې د امیر. . .

BACK TO NEWS