کاپیسا کې محتسبینو د دیني عالمانو په منځګړیتوب یوه دښمني حل کړه

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۹:۲۲
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د کاپیسا ولایت محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې،  دیني عالمانو او قومي مخورو مشرانو په منځګړیتوب په تګاب ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر راپورته شوې شخړه حل کړه.

دا اوږد مهاله دښمني، چې د یادو کورنیو تر منځ د دوامداره شخړو لامل شوې وه د محتسبینو په هڅو او د سمیې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوه.

بلخوا د پېښې ښکېلو اړخونو په خبرو کې پر دې جوړ جاړي خوښي وښوده او په دې ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه د سلګونو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

محتسبینو په میدان وردګ کې یو کوډګر نیولی

د میدان وردګ ولایت محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي، اسلامي ارزښتونو د خوندیتوب، او ټولنیز فساد د مخنیوي په موخه په سید اباد ولسوالۍ کې یو تن ماهر کوډګر، چې له تېرو پنځو کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۹:۲۹
Background image

با میانجیگری مؤثر محتسبین، دو قضیه مهم اختلاف قومی در ولایت سرپل خاتمه یافت

با تلاش های مؤثر محتسبین ریاست امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات ولایت سرپل، دو قضیه مهم اختلاف قومی در سطح این ولایت، که زمینه‌ ساز نگرانی‌ های جدی امنیتی گردیده بود، به ‌گونه‌. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۹:۲۲
Background image

کاپیسا کې محتسبینو د دیني عالمانو په منځګړیتوب یوه دښمني حل کړه

د کاپیسا ولایت محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې،  دیني عالمانو او قومي مخورو مشرانو په منځګړیتوب په تګاب ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر راپورته شوې شخړه. . .

BACK TO NEWS