کابل کې د امر بالمعروف مسؤلینو د سحري وسایلو خرڅلاو لوی پټن ځای کشف او په تړاو یې دوه تنه نیولي دي

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۲:۲۷
dstgyry_jadwgr_dr_kabl.jpg

 
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د کابل ښاري ریاست محتسبینو د شپږمې حوزې اړوند کوټه سنګي سیمه کې د ځایي اوسېدونکو په همکارۍ هغه دوه تنه نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي، چې په پټه یې سحري کتابونه او په کوډو کې کارېدونکي جنسونه خرڅول.

په تړاو یې د دې وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وایي، چې د ځایي خلکو په همکارۍ یې هغه پټن ځایونه کشف او له منځه وړي، چې پکې په لویه کچه سحري وسایل او کتابونه پېر او پلور ته وړاندې کېدل.

 نوموړی ټینګار کوي، چې په پوره توان به د هغو ټولو ناوړه کړنو او کارونو مخه نیسي چې په ټولنه کې د خرافاتو ترویج او د غیر شرعي کړنو تر سره کولو ته لار هواروي او خبر داری ورکوي، هغه کسان، چې د وزارت له پالیسۍ سره په ټکر کې کړنې کوي د اصلاح او سمون په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

د یادولو وړ ده، چې د دې وزارت مسؤلینو په تېره زمري میاشت کې د هېواد په کچه لسګونه کوډګر نیولي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۴:۳
Background image

میدان وردګ ولایت کې محتسبینو د قتل پر سر راپورته شوې دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وکړه

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف رئیس شیخ شریف الدین نقره کار د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د ترافیکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

هلمند کې ناروغ کس ته د ودېدونکې ځوانې مېرمنې د ناخوښه نکاح مخه ونیول شوه

د هلمند ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال د هغې مېرمنې د غیر شرعي نکاح مخه ونیوله، چې څه موده وړاندې یې خاوند وفات شوی و او د خسرګنۍ غړو یې غوښتل، چې د مېرمنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۹:۵۱
Background image

روزګان کې محتسبینو د دوو اجباري نکاحو مخه نیولې

د روزګان ولایت محتسبین وایي، په یاد ولایت کې د هغې پېښې مخه نیولې چې له امله یې دوه سپين ږیرو پلرونو غوښتل خپلې ځوانې لوڼې د هغوی له خوښې پرته یوبل ته په نکاح ورکړي.

هغوی زیاتوي چې دغه. . .

BACK TO NEWS