پکتیکا کې د ربا (سود) د حرمت او زیانونو په تړاو د عامه پوهاوي ناستې وشوې

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۶
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست اړوند د څلورو حوزو محتسبینو په کلیو او جوماتونو کې د ولسي ناستو له لارې د ربا (سود) د زیانونو او شرعي حرمت په تړاو د عامه پوهاوي ګڼې ناستې ترسره کړې.

د یاد ریاست د مسؤولینو په وینا، په دې لړۍ کې محتسبینو او علماء کرامو د ګڼو جوماتونو او تعلیمي ځایونو لیدنه وکړه او خلکو ته یې د قرآن کریم او احادیثو په رڼا کې د سود حقیقت وروپېژانده.

هغوی زیاتوي چې محتسبینو خلکو ته روښانه کړه چې ربا د الله جل جلاله او د هغه د رسول ﷺ پر ضد د جنګ اعلان دی او دا کړنه ټولنه د بې‌برکتۍ، فقر، دښمنۍ او کرکې لور ته بیايي.

بل خوا ځایي اوسېدونکو د محتسبینو ورته ناستې ګټورې وبللې او ډاډ یې ورکړ چې  ترلاسه کړي معلومات به تر نورو رسوي او هڅه به کوي چې د یادې چارې زیانونه تر ټولو ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یاد وزارت محتسبینو له دې وړاندې هم د ټولنې اصلاح او عامه پوهاوي په موخه ورته ګڼې اصلاحي ناستې ترسره کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۹:۴۱
Background image

پکتیا کې محتسبینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناسته وکړه

د پکتیا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ځینو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ په پار په جوړه شوې ناسته کې  وویل: رسنۍ په ټولنه کې د محراب او منبر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۹:۲۶
Background image

محتسبینو په بلخ، تخار، بغلان، او جوزجان ولایتونو کې اته مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورلې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په بلخ، تخار، بغلان او جوزجان ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه ۸ مېرمنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۹:۴۵
Background image

روزګان کې یوه مېرمن د محتسبینو په هڅو د میراث له شرعي حقونو برخمنه شوه

د روزګان ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې هغې مېرمنې. . .

BACK TO NEWS