هلمند کې یوه مظلومه مېرمن او درې یتیمان له تاوتریخوالي وژغورل شول       

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۱:۴۴
hlmnd_ywh_mzlwm_myrmn_wzhghrl_shwh.jpg

 د هلمند ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبین وایي: یوه مظلومه مېرمن چې له اوږدې مودې راهیسې د خپل خاوند له لوري له فزیکي، رواني او روحي تاوتریخوالي سره مخ وه او پر بدن یې د زورونې آثار څرګند وو، ژغورلې ده.

د محتسبینو په وینا د یادې مېرمنې خاوند ته یې د مېرمنو شرعي حقونه بیان کړي او ژمنه یې ترې اخیستې چې له خپلې کورنۍ سره به په شفقت، عدالت او درناوي چلند کوي.

بل‌خوا د یاد ریاست محتسبینو درې یتیم ماشومان چې د خپلې میرې له لوري په فزیکي او رواني ډول زورول کېدل او حتی د ماشومانو نوکان وېستل شوي وو، وژغورل شول او د ماشومانو میرې ته د یتیم پالنې د فضیلتونو او د ظلم پایلو په اړه د‌ معلوماتو ورکولو ترڅنګ ترې ژمنه واخیستل شوه، چې له دې وروسته له ظلم او زیاتي لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د محتسبینو ورته کړنې د ولسونو له پراخ هرکلي سره مخ شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۱:۴۴
Background image

هلمند کې یوه مظلومه مېرمن او درې یتیمان له تاوتریخوالي وژغورل شول       

 د هلمند ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبین وایي: یوه مظلومه مېرمن چې له اوږدې مودې راهیسې د خپل خاوند له لوري له فزیکي، رواني او روحي تاوتریخوالي سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۱:۳۱
Background image

د شپږ کلن کورني تاوتریخوالي قرباني شوې مېرمن د محتسبینو له لوري وژغورل شوه 

 د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ محتسبینو د سیمې د قومي مخورو په ملتیا یوه مېرمن چې د خپل خاوند له لوري له تېرو شپږو کلنو راهیسې له هر ډول شرعي حقونو څخه بې برخې او کورني تاوترخوالي سر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۰:۰
Background image

محتسبین: د مېرمنو د حقونو ورکړه او ساتنه راته لومړیتوب لري 

د کونړ ولايت د غازي اباد ولسوالۍ محتسبینو، د دې ولسوالۍ په څوکۍ کلي کې یوه پېغله چې پلار یې وفات شوی و او ورور یې غوښتل چې یوه کس ته یې د هغې له خوښې پرته په نکاح ور کړي، د محتسبینو له. . .

BACK TO NEWS