میدان وردګ ولایت کې محتسبینو د ځمکې پر سر راپورته شوې دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۳۹
mhtsbynw_ph_mydan_wrwdk_shkhrh_hl_kry.jpg

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف ریاست مسؤلینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر راپورته شوې دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.

په دې پار جوړه شوې ولسي ناسته کې د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو  د دې جوړې او د اسلام په مبارک دین کې  د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې او له دواړو لوریو یې وغوښتل چې له دې وروسته پخپلو کې سره د وروڼو په څېر ژوند وکړي.

دغه راز ناستې ته دیني عالمانو، قومي مخورو او د پېښې ښکېلو اړخونو په خبرو کې پر دې جوړ جاړي خوښي وښوده او په دې ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د روان کال په میزان میاشت کې د هېواد په کچه د (۹۳) بېلا بېلو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۳۹
Background image

میدان وردګ ولایت کې محتسبینو د ځمکې پر سر راپورته شوې دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف ریاست مسؤلینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر راپورته شوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۱۶
Background image

محتسبینو په غزني، زابل او خوست ولایتونو کې (۴) مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورلې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر اوشکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني، زابل او خوست ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا د یادو ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې (۴). . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۸:۴۰
Background image

محتسبینو په هلمند او غزني ولایتونو کې(۴۲۲) تنه رواني ناروغان افغاني سرې میاشتې ته د درملنې په موخه سپارلي دي

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د هلمند او غزني ولایتونو د امر بالمعروف ریاستونو مسؤلینو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د ځانګړي حکم له مخې، د یوې. . .

BACK TO NEWS