محتسبینو په زابل، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې (۵) مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورلې

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۹:۶
tamyn_hq_5_zn_dr_wlayat.jpg

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر اوشکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د زابل، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا د یادو ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې (۵) مېرمنې چې د کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو په اساس له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

 مسؤلین وایي: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د ناوړه دودونو پر اساس ځورول کېدلې او حقوق یې تر پښو لاندې شوي و، د امر بالمعروف د مسؤلینو په هڅو وژغورل شوې.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین په دوامداره توګه له ځایي خلکو سره د مېرمنو د حقونو د ورکړې او په دې تړاو د عامه ذهنیت د سمون په موخه اصلاحي ناستې کوي، چې ور سره په دې برخه کې د پام وړ بدلون راغلی ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۱
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۹:۴۶
Background image

روزګان کې یوه مېرمن د میراث له شرعي حقونو برخمنه شوه

د روزګان ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې هغې مېرمنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۹:۲۶
Background image

نورستان کې د دوو ځوانو مېرمنو د ناخوښه نکاح مخه ونیول شوه

د نورستان ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو په برګمټال ولسوالۍ کې د خپلو کړنو پر مهال دوه هغه مېرمنې له ناخوښه نکاح ګانو څخه وژغورلې چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د ناوړه دودونو په اساس یې د. . .

BACK TO NEWS