د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي او د ټولنې د هر وګړي د حقونو د ساتنې لپاره به محتسبین خپلې هڅې روانې وساتي

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۰
faryab_jlwgyry_az_khshwnt_khanwadgy.jpg

د فاریاب ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په سر اولیا کلی کې یوه میرمن چې له دوو کلونو راهیسې د خپل خاوند له خوا د ظلم، بد سلوک، فزیکي او رواني ځورونو سره مخ وه، له تاوتریخوالي او ناوړه چلند څخه وژغورله.

د محتسبینو د تحقیقاتو په پایله کې څرګنده شوه چې یادې میرمنې ته د ناوړه چلند له کبله سختې ستونزې پېښې شوې وي او له خپلو شرعی حقونو بې برخې ساتل شوې وه.

په همدې پار محتسبینو د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه، د میرمنې خاوند راوغوښت او نوموړي ته يې د شریعت په رڼا کې د ښځو حقوق تشریح کړل او له نوموړي څخه یې په کلکه ژمنه واخیسته چې خپلې میرمنې ته به د اسلامي شریعت له مخې ټول حقوق ورکوي او هېڅ ډول ظلم به ورسره نه کوي.

د یاد ولایت محتسبینو وویل، چې د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي او د ټولنې د هر وګړي د حقونو د ساتنې لپاره به محتسبین خپلې هڅې په پراخه کچه روانې ساتي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي او د ټولنې د هر وګړي د حقونو د ساتنې لپاره به محتسبین خپلې هڅې روانې وساتي

د فاریاب ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په سر اولیا کلی کې یوه میرمن چې له دوو کلونو راهیسې د خپل خاوند له خوا د ظلم، بد سلوک، فزیکي او رواني. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۸:۲۸
Background image

محتسبینو د ترافیکي پېښې له امله د راپورته شوي قتل موضوع د صلحې او تفاهم په فضا کې حل کړه

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست اړوند د سیدآباد ولسوالۍ محتسبینو د سیمې د دیني علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د شیخ ‌آباد حوزې په مربوطاتو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

ډاکتران باید روښانه او د لوست وړ نسخې ولیکي

د خوست ولایت د امر بالمعروف او نهې عن ‌المنکر د قانون د پلي کېدو کمیټې په خپله اونیزه ناسته کې پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به هیڅ ډاکتر ته اجازه نه وي چې رمزي، مبهمې یا نه ‌لوستل. . .

BACK TO NEWS