د وزارت خونو او خپلواکو ادارو د دعوت او ارشاد رئیسانو لپاره یو ورځنی سیمنار او مشورتي ناسته جوړه شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۵:۲۱

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د ټولو وزارت خونو او خپلواکو ادارو د دعوت او ارشاد رئیسانو لپاره د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي، مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي او یو شمېر نورو مسؤولینو په شتون کې د ظرفیت لوړونې او د دعوت او ارشاد اړوند چارو لا ښه ترسراوي په موخه د دې وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی سیمنار او مشورتي ناسته جوړه شوه.

شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د ناستې په پیلیزه وینا کې په اوسني وخت کې د‌ دعوت پر ارزښت وغږېد او زیاته یې کړه چې د دعوت ترسره کول د اسلامي نظام ساتنې او پایښت اصلي لامل دی.

نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې د ټولنې اصلاح او فساد د دیني عالمانو او مسؤولینو په کړنو پورې تړلی دی او زیاته یې کړه چې د پیغمبرانو علیهم السلام اصلي موخه په ټولنه کې اصلاح راوستل و، چې اوس یاد مسؤولیت د دیني عالمانو پر غاړه دی.

شیخ الحنفي صاحب له ټولو ګډونوالو وغوښتل ترڅو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون په اړه د شته وسایلو څخه په کار اخیستلو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او په ټولنه کې د اسلام مبارک دین ښه ترجماني وکړي.

ورپسې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د پالیسۍ او مسلکي مرستیال شيخ محمد فقیر محمدي د دعوت په چارو کې پر نرمښت او ښه چلند ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دعوت باید د اسلامي اصولو په رڼا کې ترسره شي او په ټولنه کې یووالي او صمیمیت ته کار وشي.

نوموړي همدارنګه د همغږۍ او مشورې پر ارزښت خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل ترڅو د چارو ښه ترسراوي په موخه له مسؤولینو سره په مشورې چارې مخته یوسي.

همدارنګه د یاد وزارت د تقنین او پلان رئیس مولوي محب الله مخلص د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون ځیني موارد تشریح کړل او ویې ویل چې‌ د یاد قانون ټول مواد د اسلامي شریعت، نبوي احاديثو او حنفي فقهې په رڼا کې جوړ شوي دي.

هېره دې نه وي چې د دې وزارت مسؤولینو له لوري د دعوت او ارشاد رئیسانو او مسؤولینو سره د یوې جلا مشورتي ناستې په ترڅ کې د دعوتي چارو لا ښه ترسراوي او شته ستونزو په اړه سلا مشورې وشوې او د ګډون والو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل شول.

ورته مهال د یادې ناستې یو شمېر ګډونوال د ظرفیت لوړونې او خپلو چارو ته د مسؤولینو پام را اړولو برخه کې د داسې ناستو او سمینارونو جوړول ګټور بولي او له مسؤولینو غواړي چې ورته نورې غونډې هم پر لاره واچول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۸:۳۹
Background image

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان عمومي رئیس سره وکتل

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان عمومي رئیس ډاکټر محمد سعيد آل عیاش او مل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۰:۴۰
Background image

د امربالمعروف وزارت مسلکي مرستیال: اړتیا ده چې هر مسلمان د پیغمبرﷺ سنت عملي کړي او تر نورو د اسلام پيغام ورسوي

پورته څرګندونې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسلکي مرستیال شیخ (محمد فقیر محمدي) د ټولګټو وزارت له لوري د نبي کریم ﷺ د مبارک میلاد په پار په جوړه شوې ناسته کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۵:۲۱
Background image

د وزارت خونو او خپلواکو ادارو د دعوت او ارشاد رئیسانو لپاره یو ورځنی سیمنار او مشورتي ناسته جوړه شوه

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د ټولو وزارت خونو او خپلواکو ادارو د دعوت او ارشاد رئیسانو لپاره د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي، مسلکي. . .

BACK TO NEWS