د هېواد په څلور ولایتونو کې (۹) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۹:۴۱
d_hywad_9_myrmn_wzhghwrl_shw.jpeg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په خوست، فاریاب، تخار او غزني ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۹) مېرمنې، چې د ناوړه دودونو پر اساس له ستونزو سره مخ وې او له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي  حقونو برخمنې کړې.

د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو کورنیو له لوري د ناوړه دودونو او بې معنی غیرتونو په اساس ځورول کېدلې او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په پوره توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې زرګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۵
Background image

نیمروز کې محتسبینو د نرخونو کنټرول او احتکار د مخنیوي تر څنګ تاریخ تېر خوراکي توکي له منځه یو وړل

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د نیمروز ولایت محتسبینو د نورو امارتي ادارو په ملتیا، په بازارونو کې د احتکار، سود، نرخونو کنټرول او تاریخ تېر خوارکي او غیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۹:۴۱
Background image

د هېواد په څلور ولایتونو کې (۹) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په خوست، فاریاب، تخار او غزني ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۹) مېرم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۹:۴۶
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي. . .

BACK TO NEWS