د امر بالمعروف وزارت له لوري د امارتي ادارو او  اتحادیو له غړو سره د قانون د لا ښه تنفیذ په موخه ناسته وشوه

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۸:۵۰

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د دې وزارت د پالیسي او مسلکي معین په سرپرستۍ د ټولو امارتي ادارو او د پلازمېنې کابل ښار د ټولو اتحادیو له غړو سره د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د قانون د لا ښه تنفیذ، همغږۍ او په یادو برخو کې د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د پلي کولو په موخه ناسته وشوه.

د ناستې د پیل په خبرو کې د امر بالمعروف وزارت د پالیسي او مسلکي مرستیال راغلیو کسانو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د امربالمعروف وزارت لپاره د تصویب شوي قانون مسؤلیت یوازي د امربالمعروف وزارت مسؤلیت نه دی، بلکي د هر مسؤل مسؤلیت دی چې د دې قانون په تنفیذ کې برخه واخلي.

د ښاغلي حقاني په وینا، کفار هڅه کوي تر څو په اسلامي ټولنو کې اسلامي کلتور حجاب له منځه یوسي او پر ځای یې خپل غربي کلتور دود کړي، چې مخنیوی یې زموږ او ستاسې ګډ مسؤلیت دی او په کار ده، چې له کفارو څخه د نظامي ازادۍ تر څنګ فرهنګي او عقیدوي ازادي هم واخلو.

دغه راز ناستې ته د تفتیش او نظارت رئیس مفتي عبدالحمید حماد د کمېټې د پرېکړې په اساس وویل: له دې وروسته باید په ټولو واده تالارونو او هوټلونو کې د ښیځینه مراجعینو لپاره ځانګړي ځایونه جوړ کړل شي او د ډوډۍ وروړلو او نورو اړتیاوو د پوره کولو لپاره باید ښځینه کارمندانې وګمارل شي او د ودونو او نورو خوښیو پر مهال دې د موسیقي له غږولو او هر ډول نشه یي موادو له کارولو ډډه وشي.
ښاغلي حماد زیاته کړه، چې ټولو تفریحي پارکونو او په تفریحي ځایونو کې هوټلونو ته د ښځینه وو ورتګ په مکمل ډول منع دی او له دې وروسته هېڅ ښځینه نشي کولی چې تفریحي پارکونو ته لاړې شي.
د ناستې په پای کې د ناستې ګډون والو د امر بالمعروف وزارت د قانون تنفیذ خپل دیني او هېوادنی مسؤلیت یاد کړ او ژمنه یې وکړه، چې د قانون په تنفیذ، معروفاتو اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۴:۳
Background image

میدان وردګ ولایت کې محتسبینو د قتل پر سر راپورته شوې دښمني حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وکړه

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف رئیس شیخ شریف الدین نقره کار د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د ترافیکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

هلمند کې ناروغ کس ته د ودېدونکې ځوانې مېرمنې د ناخوښه نکاح مخه ونیول شوه

د هلمند ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال د هغې مېرمنې د غیر شرعي نکاح مخه ونیوله، چې څه موده وړاندې یې خاوند وفات شوی و او د خسرګنۍ غړو یې غوښتل، چې د مېرمنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۹:۵۱
Background image

روزګان کې محتسبینو د دوو اجباري نکاحو مخه نیولې

د روزګان ولایت محتسبین وایي، په یاد ولایت کې د هغې پېښې مخه نیولې چې له امله یې دوه سپين ږیرو پلرونو غوښتل خپلې ځوانې لوڼې د هغوی له خوښې پرته یوبل ته په نکاح ورکړي.

هغوی زیاتوي چې دغه. . .

BACK TO NEWS