د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو قدرمن وزیر د افغانستان د شیعه ګانو عالي کمیسیون له پلاوي سره وکتل

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۱:۴
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي صاحب د همغږۍ او په شیعه مېشتو سیمو کې د شته ستونزو اورېدلو په موخه د افغانستان د شیعه ګانو عالي کمیسیون (۱۴) کسیزه پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي صاحب په پیل کې راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: بهرنیو کړیو تل هڅه کړې څو د مسلمانانو ترمنځ اختلافات راپاروي خو موږ باید د هغوی پر وړاندې په کلکه ودرېږو او د اسلامي نظام ريښتينی انځور تر ټولې نړۍ ورسوو.

ښاغلي شيخ صاحب همداراز زیاته کړه، چې د اسلامي نظام ټول مسؤولین د ولس خادمان دي، که چرته څوک له کوم مسؤول څخه شکایت لري په زغرده دې شکایت وکړي، موږ یې اورېدلو او رسېدنې ته ژمن یو.

شیخ صاحب همداراز له راغلي پلاوي وغوښتل ترڅو د ټولنې په اصلاح کې له یاد وزارت سره د تېر په څېر همکار پاتې شي او زیاته یې کړه، چې اوس یې وخت رارسېدلی څو یو موټی شو او ټولنه کې شته ناخوالې له منځه یوسو

ورپسې د شيعه ګاڼو د عالي کمیسیون رئیس استاد محمد علي اخلاقي د یاد کمیسیون د فعاليتونو په تړاو قدرمن شيخ صاحب ته معلومات ورکړل او ویې ویل چې شیعه ولسونه په بشپړ ډول د اسلامي امارت په ځانګړي ډول د یاد وزارت له کړنو ملاتړ کوي او ورسره همغږي دي.

هغه همداراز زیاته کړه، چې یاد وزارت په اسلامي نظام کې د زړه حیثیت لري، ځکه چې د دیني ارزښتونو ترویج او د ټولنې اصلاح لپاره کار کوي‌.

ښاغلي اخلاقي ډاډ‌ ورکړ، چې د منکراتو او ناوړه دودونو مخنیوي ته ژمن دي او په ورته کړنو کې د یاد وزارت سره بشپړه همکاري کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۱۰
Background image

فراه کې محتسبینو درې کسان د جعلي پیسو د کارولو په تور نیولي دي

د فراه ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو هغه درې کسان نیولي چې په بازار کې یې پر نه چلېدونکو یا جعلي پیسو کاروبار کاوه او خلک یې تېر ایستل.

په تړاو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۴۶
Background image

لغمان کې محتسبینو (۱۶)کلنه دښمني، چې د قتل لامل شوې وه حل کړه

 د لغمان ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست  محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسئولیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر. . .

BACK TO NEWS