د امربالعروف وزارت نظامي معین شیخ سعید احمد شهید خیل لغمان ولایت ته سفر وکړ

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۹:۸

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت نظامي معین شیخ سعید احمد شهید خېل د یو ګډ پلاوي په ملتیا لغمان ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دې ولایت له والي، امنیه قومندان او نورو ملکي او نظامي ادارو له مسؤولینو سره د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري په نظامي او ملکي برخه کې د شوو سپارښتنو د اورولو په موخه ناسته تر سره کړه.

د ناستې په پیل کې د یاد ولایت والي مولوي شېراحمد حقاني راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په دې ولایت کې د امارتي ادارو تر منځ پر ټینګې همغږۍ خبرې وکړې.

دغه راز د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت نظامي معین شیخ سعید احمد شهید خېل یاد ولایت ته د خپل سفر موخه د ولایت له ملکي او نظامي مسؤولینو لیدنه او هغوی ته د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو اورول یاد کړل او له هغوی یې وغوښتل چې په دې برخو کې د مشرانو پوره اطاعت وکړي.

نوموړي وویل: ((اوس چې اسلامي نظام راغلی نو باید د اسلامي نظام په چوکاټ کې خپلې چارې مخ ته یوسو، موږ اوس په یوه لوی امتحان کې یو، څنګه مو چې په توده جګړه او مذاکراتي برخه کې امریکا او د هغوی متحدینو ته ماتې ورکړه همداسې باید په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې هم بریالۍ مقابله وکړو ترڅو یو پیاوړی او پر ځان بسیا نظام ولرو.))

همدارنګه ناستې ته د یاد ولایت د بېلابېلو برخو مسؤولینو په خپلو خبرو کې د هیئت ورتګ ګټور وباله او ژمنه یې وکړه چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري شوې سپارښتنې به په پوره توګه پلې کوي.

د یادولو وړه ده چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري مسؤولین وخت پر وخت بېلا بېلو ولایتونو ته، په دې ولایتونو کې ملکي او نظامي مسؤولینو ته د مشرتابه د فرمانونو او د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو اورولو، ښې همغږۍ او په دې برخو کې د شته منکراتو مخنیوي په موخه سفرونه کوي چې ورسره په دې ځایونو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۴۰
Background image

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو سرپرست وزیر د یو رسمي سفر په ترڅ کې میدان وردګ ته ولاړ

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د یو رسمي سفر په ترڅ کې میدان وردګ ولایت ته ولاړ او هلته یې د امیر المؤمنین حفظه الله د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۶:۱۲
Background image

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر د افغانستان نهه شمالي ولایتونو ته سفر وکړ

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د هېواد شمالي ولایتونو ته د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د لا ښه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۶:۷
Background image

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو سرپرست وزیر د ولایتي سفرونو په دوام سرپل ته ولاړ

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د‌ هېواد شمالي ولایتونو ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې سرپل ولایت ته ولاړ او هلته یې د امیر. . .

BACK TO NEWS