په بدخشان او غزني ولایتونو کې محتسبینو (۳۳) تنه رواني ناروغان افغاني سرې میاشتې ته د درملنې په موخه ور وپېژندلي دي

د بدخشان او غزني ولایتونو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاستونو مسؤلینو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم له مخې، او د یوې سالمې ټولنې د رامنځته کولو په موخه (۳۳) تنه رواني ناروغان راټول او د درملنې په موخه یې د افغاني سرې میاشتې ولایتي ریاستونو ته سپارلي دي.
په دې تړاو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ته د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري حکم شوی، چې د هېواد په کچه رواني ناروغان که نارینه وي که ښځینه راټول او د درملنې په موخه یې افغاني سرې میاشتې ته وسپاري.
د یادولو وړ ده، چې د کندز ولایت محتسبینو هم د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر بنسټ(۵) تنه رواني ناروغان نیولي او د یاد ولایت اړوند سرې میاشتې ریاست ته یې د درملنې په موخه ور پېژندلي دي .