ننګرهار کې محتسبینو د نرخونو کنټرول او احتکار د مخنیوي تر څنګ تاریخ تېر خوراکي توکي له منځه یو وړل

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۰:۴
nngrhar-_ahtkar_mwad_tarykh_tyr_shdh-22stblh.jpg

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ محتسبینو د نورو امارتي ادارو په ملتیا په بازارونو کې د احتکار، سود، نرخونو کنټرول او تاریخ تېر خوارکي او غیر خوارکي توکو څخه د څارنې پر مهال یو شمېر ټنه تاریخ تېر خوارکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبینو وویل: د تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکو خرڅلاو او په اجناسو کې تقلب د اسلام د مبارک دین له نظره ناروا عمل دی، چې مخنیوی یې زموږ لومړیتوب دی.

دغه راز ځایي اوسېدونکي هم د ټولنې د اصلاح په موخه د اصلاحي کړنو هر کلی کوي او ترڅنګ یې له محتسبینو غواړي چې په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار مخه ونیسي او د وزارت له لوري په دې برخه کې د شوو سپارښتنو د تطبیق په موخه جدي څارنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین د هېواد په ټولو ولایتونو کې د وزارت د ځانګړو سپارښتنو او جوړو شویو کمېټو پر مټ په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار د مخنیوي په موخه کړنې تر سره کوي چې ور سره په یاده برخه کې د پام وړ تغیرات راغلي دي .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۸:۵۸
Background image

غزني کې د محتسبینو په هڅو (۹) مېرمنو ته خپل شرعي حقوق سپارل شوي دي

د غزني  ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تېره اونۍ د خپلو کړنو پر مهال د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۸:۴۶
Background image

د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په بدخشان ولایت کې د محتسبینو لپاره څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په بدخشان ولایت کې د قانون اورولو، د محتسبینو د ظرفیت لوړونې، دعوتي تګلارې، له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۵۰
Background image

د دعوت او ارشاد عمومي ریاست له لوري له کارکوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د دعوت او ارشاد عمومي ریاست له لوري د ټولو وزارتونو، امارتي خپلواکو ادارو او عمومي ریاستونو له کارکوونکو څخه د یادو ادارو اړوند. . .

BACK TO NEWS