محتسبینو د غزني په ګیرو او زنه خان ولسوالیو کې (۴) مېرمنې له کورني تاوتریخوالي څخه وژغورلې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۸:۲۱
ghzny_-_hqwq.jpg


د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني ولایت محتسبینو د دې ولایت په ګیرو او زنه خان ولسوالیو کې څلور مېرمنې، چې له خپلو ټولو شرعي او انساني حقونو څخه بې برخې او له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وې، وژغورلې او د اسلام د مبارک دین په رڼا کې یې هغوی له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

د یادو مېرمنو له جملې، چې یوه مېرمن یې له تېرو (۱۵) او پاتې درې مېرمنې له (۱۳) کلونو راهیسې د بې معنی غیرتونو او ناوړه دودنو پر اساس زورول کېدلې او له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وې، د یاد ولایت د محتسبینو له لوري وژغورل شوې.

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین ډاډ څرګندوي چې په پوره توان به د مېرمنو له شرعي حقونو څخه دفاع کوي او د هغو ناسمو روایتونو مخه به نیسي چې د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ کوي.
 
د یادولو وړ ده، چې د دې وزارت محتسبینو د مېرمنو د نورو حقونو لکه میراث، مهر او خپلې خوښې نکاح تر څنګ لسګونه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او کورنیو بندخونو څخه ژغورلې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۱۹
Background image

میدان وردګ کې محتسبینو د سیمې د امنیتي ارګانونو په مرسته پر (۳) جریبه ځمکه کرل شوي تاریاک له منځه یو وړل

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د میدان وردګ ولایت محتسبینو د دې ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې، د سیمې د امنیتي ارګانونو په همغږۍ پر څه باندې (۳) جریبه ځمکه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۱۷
Background image

میدان ورګ ولایت کې د شپږ کلن کورني تاوتریخوالي قرباني شوې مېرمن د محتسبینو له لوري وژغورل شوه

 

 د میدان وردګ ولایت محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د عدالت د را منځته کولو په موخه یوه مېرمن چې د خپل خاوند له لوري له تېرو شپږو کلونو راهیسې له ظلم او کورني. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

بغلان کې شپږ تنه د شراب ‌څښلو په تور ونیول شول

د بغلان ولايت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د تاله ‌وبرفک ولسوالۍ د عاشقانو درې په سیمه کې شپږ تنه د شراب ‌څښلو په تور نیولي دي.

د محتسبینو په وینا. . .

BACK TO NEWS