لغمان کې محتسبینو د یوې غیر شرعي نکاح مخنیوی وکړ

د لغمان ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا د دې ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د یوې غیر شرعي نکاح مخنیوی وکړ.
په دې تړاو د یاد ولایت محتسبین وایي: یاده مېرمن چې د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ اوسېدونکې ده، یوه کس غوښتل، چې په غیر شرعي توګه یې په نکاح کړي، چې د یادې ولسوالۍ محتسبینو پر یاده قضیه له خبرېدو وروسته د د ې ظلم مخنیوی وکړ.
محتسبین ډاډ څرګندوي، چې د ټولنې د ټولو دیني ارزښتونو د خوندي ساتلو لپاره به خپلې هڅې لا نورې هم ګړندۍ کړي.
بلخوا ځایي اوسېدونکي دا پرېکړه د ټولنیز عدالت د تأمین، د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي او په ځانګړي ډول د جبري ودونو د مخنیوي غوره ګام بولي.