د میدان وردګ ولایت محتسبینو یو تن ماهر کوډګر د ګڼ شمېر سحري کتابونو او وسایلو سره یو ځای نیولی دی 

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۹
mydan_wrdk_hl_akhtlafat_.jpg

 د میدان وردګ ولایت محتسبینو د سیمې د امنیتي ځواکونو په همغږۍ د ځایي اوسېدونکو له شکایت وروسته یو تن ماهر کوډګر د ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولی او د شرعي پرېکړې په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل شوی دی.

د محتسبینو په وینا یاد کوډګر چې په غیر شرعي کړنو بوخت و، د ګڼو کورنیو ترمنځ د نفاق او ستونزو لامل ګرځېدلی و د محتسبینو له لوري ونیول شو.

هغوی همداراز ټینګار کوي چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافات او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته شومو پدیدو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

محتسبین ډاډ څرګندوي چې د هېواد‌ په کچه د کوډګرو د فعالیتونو مخنیوي لپاره هڅې روانې دي او چاته به اجازه ورنکړي ترڅو په خپلو ناوړه کړنو او خبرو خلک تېرباسي او پیسې ترې واخلي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۹
Background image

د میدان وردګ ولایت محتسبینو یو تن ماهر کوډګر د ګڼ شمېر سحري کتابونو او وسایلو سره یو ځای نیولی دی 

 د میدان وردګ ولایت محتسبینو د سیمې د امنیتي ځواکونو په همغږۍ د ځایي اوسېدونکو له شکایت وروسته یو تن ماهر کوډګر د ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولی او د شرعي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۸:۴۷
Background image

د څلور کلن کورني تاوتریخوالي قرباني شوې مېرمن د محتسبینو له لوري وژغورل شوه

 پکتیا ولایت پټان ولسوالۍ محتسبینو د سیمې د قومي مخورو په منځګړیتوب د ټولنې اصلاح او د مېرمنو د حقونو خوندیتوب ته په ژمنتیا یوه مېرمن له ( ۴ ) کلن فزیکي او رواني تاوتريخوالي وژغورله.

د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۶:۷
Background image

د امربالمعروف وزارت له لوري د تېلو پمپونو اتحادیې له غړو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د پلازمېنې کابل ښار  د تېلو پمپونو اتحادیې له مسؤلینو سره په پمپونو کې د مساجدو جوړولو، په وړ قېمت د تېلو پلورلو او په دې. . .

BACK TO NEWS