خوست کې د امر بالمعروف وزارت د قانون د تنفیذ اونیزه ناسته وشوه 

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۰:۲۲
khwst-_dqanwn_tnfydh.jpg

د خوست ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د دې ولایت د والي مولوي عبدالقیوم روحاني په مشرۍ د امر بالمعروف وزارت د قانون د تطبیق، ټولنیزو ستونزو د حل، اسلامي ارزښتونود پیاوړي کولو او په اړوندو برخو کې د قوانینو د عملي پلي کولو په موخه د امر بالمعروف وزارت د قانون تنفیذ اونیزه ناسته وشوه.
د ناستې ګډون والو د امر بالمعروف د قانون د تطبیق چاره اړینه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د د تطبیق کمېټه باید پخپلو چارو کې له عدل او انصاف څخه کار واخلي  او خپلې کړنې دې  د شریعت د لارښوونو په اساس تر سره کړي ، څو د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا تر څنګ د خلکو ترمنځ د ورورولۍ او همغږۍ فضا نوره هم پیاوړې شي.
د قانون د تطبیق کمېټې د یتیمانو او مظلومانو سره د ناوړه چلند مخنیوي، بدعتونو له منځه وړلو، د ډاکټرانو له لوري د نه لوستل کېدونکو نسخو نه لیکو او پر یو لړ نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې په یاد ولایت کې د محتسبینو له لوري ډاکټرانو ته ویل شوي و، چې نور دې  له شفري یا نه لوستل کېدونکو نسخو له لیکلو څخه  ډډه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۳۹
Background image

توقف دو مورد ازدواج تحمیلی در ولایت های خوست و لغمان

توقف دو مورد ازدواج تحمیلی در ولایت های خوست و لغمان
ریاست ‌های امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت ‌های خوست و لغمان، با رسیدگی به دو مورد شکایت مربوط به ازدواج ‌های. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۳۹
Background image

توقف دو مورد ازدواج تحمیلی در ولایت های خوست و لغمان

ریاست ‌های امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت ‌های خوست و لغمان، با رسیدگی به دو مورد شکایت مربوط به ازدواج ‌های تحمیلی، موفق به جلوگیری از وقوع این نکاح‌ های تحمیلی شده. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۸:۵۸
Background image

غزني کې د محتسبینو په هڅو (۹) مېرمنو ته خپل شرعي حقوق سپارل شوي دي

د غزني  ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تېره اونۍ د خپلو کړنو پر مهال د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو. . .

BACK TO NEWS