اسلامی فرهنگی مقالې او نبوی حدیثونه

حجاب د الله امر؛ كه د امارت فرمان !!

جبريل سعد

د اطرافي او رواجي ملا كور كې دا ستر شرعي څرگند حكم د مخالفت ښكار شوی او هغه يې تجربه لرله، نو عوامو ته يې كړه: فلانكی مجاهد، عالم او قاري خښينې ته بده اراده لري، خو نوموړي ته بيا دغه خبره د عوامو پر حواله كوي، مجاهد: نو تاته خو مالومه وه چې خښينې ته په بده سترگه او نيت كتل هم د خپلې مېرمنې نكاح له منځه وړي، رواجي: موږ ستا له ترتيبه څه خبر وو؟.(ستا ترتيب)سره د اسلام او شريعت حكم له خپل اسلامي او شرعي حيثيته تش او د ياد مجاهد د شخصي حركت بڼه وركړل شوه ترڅو يې پرې تورنېدل د عوامو زړه ته لاره پيدا كړي، د شريعت له يو دومره مهم او حساس حكم څخه د ياد مجاهد سرغړونه يقين ته نږدې او پر حواله يې عوامو ته هم له دې حكم مخالفت اسانه كړي، خو كه يې عوام شرعي ليد لوری درك كړي؛ بيا دا هيڅ ممكن نه و. په فكري روزنه كتاب كې عبدالهادي مجاهد دغه اطرافيان ديموكراسۍ ته د پلونو پر حيثيت راپېژني.

حجاب هم د الله امر دی، خو پردي، پرديپال او د ديموكراسۍ پلونه له هغه پرته يواځي د اسلامي امارت د فرمان بڼه وركوي ترڅو هېوادوال يې په زغرده مخالفت ته وهڅوي، خو پتمن هېوادوال دې سرخلاصي وي چې سرچپه د امارت له فرمان پرته حجاب د الله۱۴۴۰كاله وړاندې امر دی او د اسلام د پينځو بنسټونو/بناوو په څېر پرده كول فرض گرځوي چې ترې انكار او د كوم نظام، غورځنگ، ډلې او شخص ليدلوری گڼل يې كفر دی، په هېواد كې د دغه امر د پلي كولو په اړه د پرېكړې لپاره د دېني عالمانو غونډه راوغوښتل شوه ترڅو له هرڅه وړاندې يې د اهميت او شرعي ليدلوري په اړه د عامه پوهاوي هڅه شوې وي، دا دوه پرې روښانه او بيا يې پلي كول د حاكم اسلامي نظام په توگه د اسلامي امارت رسمي دريځ ته وسپارل شي، داسي نه د يادو كړيو پر نغوته د امارت د فرمان په گڼلو او ترې په انكار سره خدای مكړه څوك له ايمانه ووزي.

د اسلامي نظام په توگه د امارت منلو سره د هغه د فرمان په حيث کوم شرعي حكم پلی کول هم د الله امر پر ځای كول دي.د د يادې پرېكړې پر بنسټ د اسلامي امارت د فرمان له مخې د پتمنو د پردې شرعي حكم پلي كېدو کې ښايي له دې امله نه ياده شورا او نه هم د اسلامي امارت دريځ يواځي و چې د اسلامي امارت دريځ او پر بنسټ يې فرمان له صادرېدو وړاندې د ديني عالمانو پر پرېكړه تائيد شوی او په روانو نزاكتونو كې د پتمنو او متدينو ولسونو، د ولس ټولو قشرونو او دواړو جنسونو ته د منلو وړ وي، په رسنيز ډگر كې غبرگونونه زياتر او په ځانگړې ملاحظات يې د اسلامي امارت پر رسمي دريځ راڅرخي. سالم(پر ځای او وړ)انتقاد كه د يو چا حق دی؛ هدف يې هم بايد داسي څوك او ځای وي چې دا حق پرې ولري او په ياد انتقاد كې چې دا ډول هدف په نښه شي؛ خورا گټور پرېوزي، خو چې پر چا او كوم ځای حق نه وي، بيا هم وشي؛ نو هومره زيان هم لري.

د غرب پر اصطلاح بشر(ټول بشريت رانغاړي، خو ترې هدف يواځي د خپلو موخو توكي وي)او پر افغاني اصطلاح مېرمن(د بشر دوهم جنس) ډېر توپير سره لري او بيا څومره چې د بشر دغه جنس حساس او نازك دی؛ اړوند زياتر موضوعات يې هم حساسيتونه لري، لكه د زدكړو او بيا اوس د پردې موضوع يې، خو نه پوهېږم دا ډول هره موضوع كې د اسلامي امارت له پرېكړې وروسته يې پر وړاندې آن د هغه ځينې مسئولين هم ملاحظات وړاندې كړي، هو ! پكې حساسيت او پرتو نزاكتونو(حساسيت او نيمگړتيا)ته د پرېكړې د سرچينې او نورو د پام اړولو په موخه ملاحظات بايد د معياري سالم انتقاد په چوكاټ كې وي چې د گټې پر ځای زيان او د اصلاح پر ځای افساد رامنځته نكړي. په ځينې يادو ملاحضاتو كې خو هسې خپل بادرنگ پلورل شوي/ځان ښوودنه شوې چې وايي: تور رنگې حجابونه د يهودو، نصرانيانو او عيسايانو دي؛ امارت ولي د پردې په ډول منلي؟ د پردې دا ډېزاين او پرې سزا له قرآن پرته امارت له كومه كړل؟ او داسي نور.

دې ملا حظاتو د پردې پريكړه له دريو لاملونو بې ځايه هم گڼلې.۱:- پرده په افغاني ټولنه كې تر بلې هرې اسلامي ټولنې زياته دود ده، نو له دې پرېكړې پرته پر نورو كارونو باندې تركيز پكار دی.۲:- مخ، لاسونه او پښې ښكارول يې(چې د افغاني ټولنې يواځي ځينې شمالي ولايتونو كې دود دی)مباح دي او پر مباحاتو دومره تركيز نه دی پكار.۳:- لومړی بايد دعوت او بيا د پرېكړې او فرمان اقدام وای. خو فكر كوم: د نجونو د ښوونځيو پرانيسته له شريعت او افغاني دود او كلتور سره پر سمه طرحه جوړولو چې مهم پكې همدا شرعي پرده ده او بيا د اسلامي امارت د مشرتابه پر حكم پورې تړل شوې وه چې اوس مهال يې ځنډ د ښوونې او روزنې يو چارواكي په خبره د مشرتابه حكم ته په انتظار دی، نو ښايي له دغه نزاكت سره هممهاله د پردې د پرېكړې موخه د عام تام پردې رعايتېدو سره د ښوونځيو محصلانو ته په ټولو مجالونو كې د پردې په رعايتولو كې اسانتيا رامنځته كول وي ترڅو داسي نه چې له نورو پرته يواځي پر همدوی د ښوونځي لوستلو له امله د پردې حكم پلی شوی او دوی يې رعايتولو ته پر اصطلاح زړه نازړه مجبورې شوې وي چې بيا ترې له ښوونځي او هلته تگ راتگ پرته په نورو مجالونو كې د پردې رعايتول پرې بوج، ورته ستونزمن او پاملرنه ورته نكوي ياهم د نورو لخوا يې نه رعايتولو ته وهڅولې شي.

لږ مخكې د مېرمنو يوې كرايه شوې ډلې د پردې ضد لاريون هم د حجاب نننۍ پرېكړه لازمي كړه، خو ښايي ورپسې جوخت يې اقدام يو ډول تقابل رامنځته كاوو او د اسلامي امارت اړوند تصميم هم وخت ونيو چې ښايي همدا يې وخت گڼل شوی وي، كه بياهم لكه په كابل او ځينې نورو غرب ځپلو ولايتونو كې مېرمنې همداسي له غربي فرهنگ څخه پر اغېز بې پردې واوسي؛ د غربي هر اړخيز اشغال مهال تر بې پردگي(چې د هغه د اغېز او موخې په گڼلو سره تر يو حده ترې كركه هم كېږي)به د اسلامي امارت په سيوري كې د هغه لخوا قانوني حيثيت په سترگه كتلو سره د پټو پارونو پر ملتيا لا زياته پراخه شي چې خدای مكړه بيا به يې اصلاح ناشونې وي، په داسي حال كې چې افغاني ټولنه له اسلام وړاندې لا د پردې له فرهنگ او له محتجبو پتمنو څخه اغېزمنه وه او دغه قدامت او له هغه راوروسته د ساتل شوي قداست پر اثر يې تر اوسه هم د نورې اسلامي نړۍ په پرتله زياته دود ده چې د بشپړتيا لپاره يې دعوت نه؛ د دغې پرېكړې او فرمان اړتيا وه ترڅو د اداري فساد سرچينو پسې همدا د شرعي پردې نه رعايتول چې د ټولنيز او اخلاقي فساد سرچينې اټكل كېږي وچې شي.

د مېرمنو اړوند موضوعات د ذاتي حساسيت او نزاكت له امله څومره چې موږ ته د پام، ارزښت او اندېښنې وړ دي، تر دې زيات يې پردي، پرديپال او د ديموكراسۍ پلونه د خپلو موخو لپاره مهم گڼي، بل خوا ښايي ځينې ملاحظات خپلو او ليدليو سيمو ته پر پام وي، خو فرمان او پرېكړه بيا د كابل او ځينې نورو ولايتونو د چاپيريال، وضعيت او اړوند راپورونو پر بنسټ وي چې پكې مېرمنې په غربي سټايل كې ادارو ته مراجعه كوي، له چارواكو او مجاهدينو سره مخ كېږي او په ځانگړې د دستوري لاريونونو پر مهال د امنيتي مجاهدينو د پارونې په غرض يې لومړی گام سټايل او حركات غربي كول وي، نو خواخوږي بايد په خپلو ملاحظاتو كې دا نزاكتونه په پام كې ولري او هڅه وكړي اړوندې مرجع ته لاره پيدا او ملاحظات وړاندې كړي تر څو له دې لارې د يو خورا شوم هدف په مخنيوي كې بريالي شو.


اخلاص او تقوا باید له دوی زده کړو

عاکف مهاجر

لومړۍ برخه

عبدالرحمن ابن ابي لیلا به هر وخت د شپې له لوري په خپله کوټه کې لمونځ او عبادت کولو، خو کله به چې وپوهیدلو چې یو څوک یې کوټې ته ورتلونکی دی نفل لمونځ به یې په نیمه کې پریښودلو او په خپله بستره به پریووت تر څو هغه ونه پوهیږي چې عبدالرحمن د شپې خوب نه کوي او ټوله شپه رب ته په ویښه تیروي.

هغه به داسې ځان په خوب واچولو چې ورتلونکي به فکر هم نکولو چې ابي لیلا دې له خوب راپاڅیږي دا خو ټول وخت ویده وي خو هغه به نه پوهیدلو چې ابي لیلا لمونځ کوي خو خلکو ته ځان ښودنه نه کوي.

مشهور عابد او صوفي بشر حافي ته د حمزه بن دهقان په نوم یو سړی راغی ورته ویل یې ای بشره غواړم تاسره یوه ورځ تیره کړم هغه ورته وو ویل هیڅ باک نشته کله دې چې زړه وي راتلی شی.

حمزه وایي یوه ورځ داسې حال کې ورغلم چې هغه مې ونه پوهولو نو ما بشر ولیدلو چې خپلې خیمې ته ننوتلو هغه څلور رکعته لمونځ وکړ ما څوک نه وو لیدلي چې داسې لمونځ وکړي هغه د سجدې پر مهال دعا کوله او ویل یې یا ربه ته له عرش پورته پوهیږې چې نه شهرت ما ته خوښ ده له عزت نه، یا ربه ته پوهیږې چې زه فقر له غنیتوب او مالداری خوښوماو اې ربه ته پدې پوهیږې ستا پر محبت هیڅ شی غوره نه ګڼم.

حمزه وایي کله چې بشر بن الحافي زما اواز واوریده زړا ونیولو او چیغې وهل یې شروع کړل بیا یې ویل اې ربه ته پوهیږې که زه پوهیدلی چې حمزه دلته ده ما به یوه خبر هم نه وه کړې.