امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۱۹
d_amrbalmrwf_awwny_khbrwnh_3_aly_10.jpeg

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت د سمون په برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لرلې دې.

د محتسبینو روزنیز سمینارونه:

د امربالمعروف وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په پروان، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کنړ او نورستان ولایتونو کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو او آمرینو ته د یاد وزارت د قانون د ښه تطبیق، له خلکو سره د غوره چلند کولو، علمي پوهې، مسلکي وړتیا، په دعوتي برخه کې د ظرفیت لوړونې او د امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د اولسمې ګڼې فرمان د لا ښه تطبیق په موخه څلور ورځني روزنیز سمینارونه پای ته ورسېدل.

د کوډګرو نیول:

دغه راز د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه په بلخ، غزني، کندهار او بامیان ولایتونو کې اووه تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دې.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۱۲)  لویې دښمنۍ او (۵۹) وړې شخړې حل کړې دي.

له سوداګرو سره ناستې:

  محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېر او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۲۲۸) اصلاحي ناستې کړې دې.

د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

 محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۰۰) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۴۳) د کورني تاوتریخوالي، (۷) د میراث، (۱۴) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۱۳) د ولور، (۱۱) د نفقې ورکړې، (۵) مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینې برابرولو او (۷) د طلاق قضیې حل شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۸
Background image

کونړ کې محتسبینو له ځوانانو سره د همغږۍ او  فکري سمون په  موخه ناسته وکړه

 د کونړ ولایت محتسبینو په څوکۍ ولسوالۍ کې له ځوانانو سره د همغږۍ، ناوړه دودونو د مخنیوي، فکري سمون، په ټولنه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په موخه ناسته وکړه.

د محتسبینو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۳۳
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۶مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

محتسبینو په بلخ، ننګرهار، سرپل، بغلان او تخار ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په لړ کې ۱۶ مېرمنې، چې د خاوندانو او د کورنۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۲۸
Background image

هلمند کې محتسبینو یوه مېرمن له ۱۴ کلن کورني بند څخه وژغورله

هلمند ولایت کې محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام په ګرمسېر ولسوالۍ کې هغه مېرمن چې د پلار او وروڼو له لوري نیږدې ۱۴کاله په کورني بند کې ساتل کېدله او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې. . .

BACK TO NEWS