د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د  ۱۴۰۵ هــ.ل کال د میزان میاشتې د کړنو راپور

fazli_admin
Sat, Oct 24 2026 8:55 AM
whatsapp_image_2026-10-22_at_1.13.13_pm.jpeg

۱- اصلاحي ناستې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو او مبلغینو د روان ۱۴۰۵کال په میزان میاشت کې، د معروفاتو اقامې، منکرتو مخنیوي، د ناوړه دودونو د مخنیوي د اصلاح او عامه پوهاوي د لوړولو په موخه په ټول هېواد کې له دیني علماوو، قومي مشرانو، ګذر له وکیلانو او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره ۲۴۵۸ اصلاحي ناستې کړې دي.

همدارنګه، د یاد وزارت نظامي محتسبینو په همدې میاشت کې د دې وزارت د قانون او د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو د تطبیق په موخه، په کابل او ولایتونو کې د سلګونو نظامي ادارو د څارنې ترڅنګ، له مسؤولینو او مجاهدینو سره اصلاحي او د عامه پوهاوي ناستې کړې دي.

 بلخوا د یاد وزارت محتسبینو په سوداګریزه راکړه ورکړه کې د اسلامي ارزښتونو د دودولو او د شرعي اصولو د رعایت په موخه، له سوداګرو او هټۍوالو سره نږدې ۱۰۰۰ اصلاحي ناستې کړې دي او په دغو ناستو کې له دوکې، خیانت، په تول او پیمانه کې له کموالي او نورو شرعي احکامو خلاف کړنو څخه پر ډډه کولو ټینګار شوی دی او له بازارونو څخه تر ۲۰ ټنو ډېر بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر خوراکي او غیرخوراکي توکي راټول او له منځه وړل شوي دي.

۲- د رسنیو او ټولنیزو شبکو څارنه

د امربالمعروف وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د رسنیو د څار برخې مسؤلینو په میزان میاشت کې، د یاد وزارت د مهمو لاسته‌راوړنو او فعالیتونو د خپرولو ترڅنګ، په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د سلګونو سرغړونو مخه نیولې ده او  سرغړوونکو کسانو ته سپارښتنه شوې چې د خپلو خپرونو د نشر پر مهال د اسلامي شریعت احکام او دیني ارزښتونه رعایت کړي. دغه راز د پلازمېنې کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې هغه رسنیز مرکزونه او د غږ ثبتولو او ترانو سټوډیوګانې تړل شوې چې د شرعي اصولو خلاف کړنې یې تر سره کولې.

۳- د کوډګرو نیول

 محتسبینو د خرافاتو پر وړاندې د مبارزې او د اسلامي ارزښتونو خلاف کړنو د مخنیوي په موخه، د ۱۴۰۵ کال په میزان میاشت کې په ټول هېواد کې ۵۲ هغه کسان نیولي چې د کوډو او جادو په کړنو بوخت وو  د شرعي پرېکړې په موخه یې عدلي او قضایي ادارو ته ورپېژندلي دي.

۴- د شخړو حل او د دښمنیو پای ته رسول

د سولې د ټینګښت، د اسلامي ورورولۍ د پیاوړتیا او د اختلافاتو د کمولو  په موخه د دیني علماوو او قومي مشرانو په همکارۍ ۴۸ دښمنۍ او ۲۵۲ کورنۍ، قومي او سیمه‌ییزې شخړې د اسلامي شریعت د احکامو سره سمې حل‌ کړې او د ښکېلو لورو ترمنځ یې  جوړجاړي او پخلاینې ته لار هواره کړې.

۵- د ښځو شرعي حقونو ته رسېدنه

 محتسبینو د روان کال د میزان میاشتې په ترڅ کې، د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۹۳۸ قضیو ته رسېدنه کړې ده.

په دغو قضیو کې ظلم،  جبري نکاح، میراث، ولور، نفقه، بد کې د نجونو ورکول او طلاق قضیې شاملې دي، چې  د محتسبینو له لوري حل شوې دې.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS