محتسبینو د هېواد په نهو ولاتونو کې (۲۲) دښمنۍ او شخړې حل کړې

fazli_admin
Wed, Sep 16 2026 11:22 AM
whatsapp_image_2026-09-16_at_8.53.43_am.jpeg

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند په فراه، بغلان، دایکندي، غور، نورستان، بلخ، تخار، سرپل او ننګرهار ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د پیاوړي کولو په موخه  د کورنیو تر منځ (۲۲) دښمنۍ او شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.

محتسبین وایي: د قومونو تر منځ د یووالي په برخه کې به هېڅ راز هڅې و نه سپموي او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي، چې قومي او ژبنۍ دښمنۍ وپالي.

محتسبینو ورته مهال له ځایي خلکو سره د ولسي ناستو پر مهال له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځایي خلکو غوښتي، چې د ورته ستونزو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو دا کړنې ستاسي او له محتسبینو غواړي، چې په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي تر څنګ د شته ناخوالو ، شخړو او دښمنیو د مخنیوي په موخه خپلې کړنې لا نورې هم ګړندۍ کړي.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS