محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

fazli_admin
Wed, Sep 16 2026 10:50 AM
whatsapp_image_2026-09-16_at_8.53.41_am.jpeg

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولي دي.

 مسؤولین یې په تړاو وایي: دوه تنه هغه کوډګر یې د کوډو له وسایلو سره یو ځای نیولي، چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له ځایي خلکو څخه پیسې اخیستلې او ناروا کړنې یې تر سره کولې، چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

محتسبین  ډاډ څرکندوي، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته غیر شرعي پېشو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د کودګرو پر کړنو له بندیز ووروسته تر دې مهاله زرګونه کوډګر نیول شوي او د شرعي پرېکړو له لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS